کرنيل امام، پاکستانى ويکي ليکس


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1306

څه موده وړاندې  دويکيليکس په نوم يوې امريکايي  انټرنيتي پاڼې  دافغانستان دجګړې  په اړه   شاوخوا ٩٢٠٠٠زره مهم پټ اومرموز اسناد رسوا کړل ددې اسنادو رسوايۍ ظاهراً دافغانستان په جګړه کې دښکېلو هېوادونو پر بدن لړزه راوسته  پدې اسنادو کې دډېرو هېوادونو له مخ پردې لېرې او نړۍ ته رسوا شول  داچې دا اسناد  ، دچا په غوښتنه اوسپارښتنه ،پدې وخت کې رسوا  شول ،دالسګونه زره  اسناد   ويکي ليکس ته چا  ورسول ... ؟ پر دې بحث نه کوو . پر دې پحث کوو چې په دې وروستيو کې يوبل ويکيليکس  په خبرو راغى  يوبل مهم ويکيليکس ځان وخوځاوه ، داسې چا چې ښايي له ويکيليکس څخه يې په سينه کې ډېر  رازونه پراته وي ، داسې يوه څهره چې لسګونه مخونه، لسګونه ژبې او لسګونه لاسونه او پښې لري   داسې يوڅوک په غوسه ښکاري  چې هغه دچا خپره پاکستان يې پر ښکرونو ولاړ دى او که هره شېبه وغواړي يواځې دسر په خوځولو   دپاکستان پربدن لړزه او زلزله  راوستلى شي .
درازونو ، رمزونو، پټواو  دپردې ترشاه دلوبوستر لوبغاړى اودپاکستان او امريکا داستخباراتي شبکو(اى اس اى او سي اى اې ) دنامرئى ځواک امام  کرنيل امام يادوم .
سلطان امير تارړ چې په کرنيل امام   مشهوردى    دپاکستان او امريکا  د استخباراتو هغه مهمه او له رازونو ډکه مهره  ده چې په سينه کې دساتلو    رازونو شمېره به يې د وېکي لېکس له پټو اسنادوهم زياته وي؟
د افغانستان د قضيې په اړه  د  جنرال اخترعبدالرحمن، جنرال حميدګل، جنرال بابر او ډګروال يوسف سره يوځاى دده نوم هم يادېږي    خو له شک پرته  د افغانستان په چاروکې د دې نورو په پرتله دى ډېر بوخت ا وډېر فعال و   ، اختر عبدالرحمن  دپاکستان له ولسمشر  شهيد جنرال ضياءالحق سره د ١٩٨٨  زېږديز کال داګست په اولسمه چې د١٣٦٧ لمريز دزمري له پنځمې سره سمون خوري  په بهاولپور کې  ديوې هوايي پېښې په پايله کې چې  په پاکستان کې دامريکا سفير هم ورسره ملګرى وو په شهادت ورسېد . له   جنرال حميدګل پرته  هغونورو له تقاعد وروسته  ظا هراً چوپتيا غوره کړې خو امام صاحب لا هم خپل امامت ته دوام ورکوي اوخپله دجاسوسۍ کعبه او مقتديان يې نه  دي پرېښي  ، 
هغه په افغانستان کې ډېر پټ او ښکاره ماموريتونه ترسره کړي ، نوموړى د١٣٧٣ هجري لمريز کال  دزمري دمياشتې  په لومړيو کې په هرات کې دپاکستان سرکونسل شو چې   په افغانستان کې له خپل ماموريت پرته يې  له هغه ځايه  له منځنۍ اسيا سره دپاکستان اړيکې ټينګې کړې .
هغه دډاکټر نجيب له سقوط وروسته    درباني  او  دطالبانو دحکومت په راوستلو او ړنګولو دواړوکې لاس درلود .هغه يو  له هغو خلکو څخه دى چې دمجاهدينو ډېر مشران يې روزلي ،دپاکستان ولسمشر  ذوالفقار علي بوټو په ١٣٥٤ هجري لمريزکال  دسرداوود خان دحکومت پرضد افغان  بغاوت کوونکي دروزلو  لپاره همده ته چې تازه له متحده ايالاتوڅخه راستون شوى وو   وسپارل  ،اوس هم دپاکستان او سيمې په کړکېچ کې  کارنده ونډه لري .

کرنيل امام د روسي يرغلګروپرضد دافغان ولس د جهاد په وخت کې له مجاهدينو سره  کار کاوه ،  دمجاهدينو جامې به يې هم اغوستې، اوږده ږېره يې پرېښې وه تل به له واسکټ، جامو او پکول سره ګرځېده  ، دمجاهدينو  بشپړ يونيفورم به يې پر تن وو او  اوس يې چې  په رسمي او ظاهري ډول  تقاعد  هم  وکړ نه يې  خپل لباس بدل کړ او نه يې  خپلې استخباراتي هڅې     .

     څو مياشتې دمخه نوموړي له  يوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې د افغان طالبانو او د هغوى د مشر ملامحمدعمرمجاهد فعاليتونه ستاېلي وو؛ خو د پاکستاني طالبانو اعمال يې غندلي وو، هغه دا هم ويلي وو، چې ملا محمد عمرمجاهد له القاعدې سره رابطه نه لري، غواړي چې وسله کېږدي او د افغانستان له موجوده حکومت سره جوړه وکړي. 
که څه  هم زه دادده شخصي نظر بولم او باور نه کوم چې  ملامحمدعمر مجاهددې   دامريکايي يرغلګرو په شتون کې يا له افغان موجوده  حکومت سره ديوځاى کېدواويا پرځمکه دوسلې ايښودو خبره کړې وي .
نوموړي د افغان مجاهدينو له  تنظيمونو سره ژورې اړيکې   او له افغانانو سره   زياته پيژندګلوي
 درلوده . پرجهادي تنظيمونو دوسلو دوېش د سهميو په ټاکنه کې کرنيل امام ډېرلاس او اغېز درلود  نو په دې اساس هم د  (آى، اس، آى) په اداره کې او هم دجهادي مشرانو  ترمنځ  له ځانګړي درناوي برخمن وو ، نوموړى په خپله دنده کې ډېربريالى وو و هغه په دې وروستيوکې  د يو بنسټ پال  مسلمان په توګه   ځان  دجنرال ضياءالحق او جنرال اخترعبدالرحمن له لارويانو او فکري وارثانو باله   . هغه  په  افغانستان او دې سيمه  کې  د پاکستان د ستراتېژيکو موخو لپاره داسې بريالى کرکتر دى  چې ښايي  بېلګه به يې ډېره کمه وي .
 . کرنيل امام  داى اس اى  هغه بريالى کرکتر دى چې  هم له طالبانو سره دامريکايي ځواکونو پرضد په عملي او وسلوال جهاد کې  مرسته کوي او همدپاکستان لپاره  له سي اى اې څخه دطالبانو پر ضد دجګړې لپاره  ميلياردډالريزې بوديجې غواړي .
 که څو شېبې  پر افغانستان دده دبوختياوو له اغېزوسترګې پتې کړو څومره چې دپاکستان لپاره  دده  په مخلصانه هلوځلو او خدمت پورې اړوند ده  نو زه پر کرنيل امام افرين اوشاباس وايم  زه  نوموړى دپاکستان يورښتونى مسلمان بچى بولم چې که څه هم  ددې هېواد  دملي ګټو لپاره   څوڅوځله ورته مرګ داړې هم چينګې کړي خودى له خپل ملي هوډه پر شاشوى ندى زه پرپاکستاني ولس غږ کوم چې پر خپل امام ووياړي.
موږ خو په خپلو چارواکيواو استخباراتي چينل کې دوه کسه هم داسې نلرو چې  د کرنيل  امام  په لسمه برخه هم افغانستان ته مخلص واوسي  ، خپل هېواد ته دومره پټې او ښکاره لاسته رواړنې ولري او په دومره سختوشرايطوکې   د امريکا په څېر لنګه غوا  دخپلو هېواد والو په وچ ستوني کې ولوشي.

  هغه نه دومره اوزګار وو اونه دومره  نېستمن چې له  کوم خبريال سره دې د مستند فلم جوړولو لپاره داجورې په بدل کې داور لومړۍ کرښې او دالقاعده هډې  (وزيرستان) ته چې هره شېبه پکې دامريکا دبې پيلوټه  الوتکو دړندې بمبارې شونتيا ده  ورشي   خو څومياشتې دمخه  رسنيو خبر ورکړ چې    هغه داى اس اى  د  ادارې د يوبل کارکوونکي خالد خواجه سره چې د ده نږدې ملګرى و له يوه بهرني خبريال سره ديوه مستند فلم دجوړولو لپاره  قبايلي سيمو ته سفر کړى و، چې له هغې سيمې  څخه د راګرځېدو پر مهال په لاره کې د ملا منصور په رهبرۍ د لشکر جهنګوي  د ډلې د وسله والو لخوا دواړه ونيول شول  ،
جهنګوي ډلې ددې دواړو کسانو په بدل کې  له پاکستان څخه  ځينې غوښتنې وکړې  ، دحکومت لخوا  يې دغوښتنو په پوره کولو کې دبېړې نه کولو په جرم ! جهنګوي ډلې خالد خواجه وواژه  خو کرنيل امام لا هم ژوندى دى .  زما په باور وزيرستان ته دامام سفر پخپله دده داستخباراتي ماموريت يوه برخه وه ددې حقيقت مرغلره چې دى هلته   چا، ولې  او دڅه لپاره ونيوه  ، ولې خواجه ووژل شو او دى ژوندى دى ، آيا دى رښتيا هم له پاکستان ضد وسلوالو سره بندي   دى ، لاهم دا بهام په سيپۍ کې بنده ده . اوله الله ج وروسته  له څو تنوپيريانو !!پرته نورڅوک ترې خبر ندي .  يو اټکل داهم دى چې ښايي ده  لاسي داډرامه  جوړه کړې وي چې  پدې توګه دتبادلې له لارې  دطالبانواو يا دجهنګوي ډلې   دهغو  بنديانو خوشې کولو ته لار پرانيزي چې پاکستان يې د امريکا له وېرې خوشې کولى نشي .
دجهنګوي لښکر پخواني مشران يا  وژل شوي او يا اسيران دي   اوسنى مشر يې  ملا منصور دى  داډله دپاکستانيو شيعه ګانو پرضدمرګونوفعاليتونو کې لويه ونډه لري  او د پاکستان له کلکو مسلمانوډلو  څخه شمېرل کېږي. جهنګوي لښکر دامريکا په تور لست کې دى ، دالښکر په افغانستان کې هم دافغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېږي او د پاکستان د اردو په وړاندې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم  فعاليتونه کوي. د ځينو رسنيو د رپوټونو له مخې له القاعدې سره هم نږدې اړيکې لري.  
   پدې وروستيو کې (د جولاي  په ٢٦ مه)   جهنګوي ډلې  د رسنيو له لارې يو ويديو کيسټ   خپور کړ چې    کرنيل امام پکې  په ډېر بد حالت کې    په يوه ګوښه کې ځاى کې  ناست  په داسې حال کې ليدل کېږي چې   دوه   وسلوالو   د خپلو ټوپکو شپيلۍ   د ده شقيقو ته نيولې دي  اونوموړي  د خپل همزولي هغه  پاکستان     چې ده يې دپرمختګ  ،ځوانۍ او ښېرازۍ  لپاره خپله وينه قرباني  کړې چارواکيوته  ننواتې او زارۍ کوي    چې   بايد هڅه وکړي هغه وژغوري  او د دې کار لپاره بايد  د دې وسلوالو  غوښتنې ومني.
نوموړى په  ډېره الحاح  وايي چې که چيرې زرداري، ګيلاني او کياني دى ونه ژغوري   ، نو  هغه  به د هغو ټولو سياسي لوبو څخه چې پاکستان په دې څوکالونو کې د افغانستان، روسيې، هند او د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندې تر سره کړي، پرده پورته کړي . نوموړى وايي چې هغه  به د يادو شويو هېوادونو په خلاف د پاکستان دټولو سياسي  او استخباراتي فعاليتونو رازونه چې له ده سره شته رسوا کړي اويوبل ويکيليکس به پر خبرو راشي ، چې له شک پرته  د دغو رازونو افشا   پاکستان ته حياتي ارزښت لري او  ډېرې ستونزې  ورته  پيداکولى شي.
     نوموړى ظاهراً په ډېره وېره وايي ،چې  که چيرې   نجات ور نکړل شي نو دخالدخواجه په شان به يې  ووژني.
که چېرې دى په رښتيا هم په دام کې بند وي  نو سړي ته هغه متل وريادېږي چې دپاړوګر مرګ له مارڅخه وي  (دپټو ادارو کارکوونکي په پټو لارو وژل کېږي)   او ياداچې هوښياره مرغۍ نه نښلي او چې ونښلي نو په دوه دامونو کې نښلي .
اوس به ګورو چې د پاڼ اوپړانګ ترمنح ګير  پاکستان کوم يو انتخابوي  ايا پاکستانى ويکي ليکس به لسګونه زره اشد محرم او  استخباراتي  اسناد رسوا کړي او  که دجهنګوي لښکر غوښتنو ته به سرټيت کړي او دظاهراً مخالفو وسلوالوپروړاندې به دتسليمۍ وسله کېږدي  .