انتخابات او د ځینو رسنیو بې انصافي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ویښ افغان
  • 1317

تیره شپه له یوه خصوصي تلویزیونڅخه تلویزیوني بحث اورید د خپرونې ویاند د یوه کاندید پر استازې داسې لفظي حملې کولې تابه ویل د هغه د سیال ټیم استازی دی. دغه ځوان هڅه کوله د خپرونې بحث د خپلې خوښې وړ کاندید په ګټه را وڅرخوي. ده به د خپلې خوښې کاندید استازي ته د خبرو ډیر وخت ورکاوه او آن هغه ته به یې خبرې په خوله کې ورکولې خو د بل کاندید پلوي خبرې به یې غوڅولې کله به چې د هغه خبرې داسې ځای ته رسیدې چې د بل کاندید د استازي ټولې خبرې به پکې ردیدې نو ویاند به که بله چاره نه لرله د خپرونې وقفه به یې اعلان کړه وبه یې ویل د خورشید درنو لیدونکو له لنډې دمې وروسته ستاسې خدمت ته حاضریږو اود خپل مخالف کاندید د استازي خبرې به یې پرې کړې.

دا یوازنۍ پیښه نه وه له نورو تلویزیونونو مې هم دا ډول بې انصافۍ لیدلې دي آن کله کله خو ویل کیږي د خپل تلویزیون د دروازې ساتونکي  د بل کاندید د استازي په توګه په خپرونه کې کینوي هغه ته خبرې ورښیي او هغه هم ددوی په ګټه خبرې کوي. د میترا په نوم تلویزیون همدا کار کړی دی.
ځینې نور تلویزیونه هم بیا په ډیر چل سره دا بې انصافي کوي دغه تلویزیونونه د عبدالله ډیر عادي خبر لومړی خپروي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین مهم خبر وروسته خپروي. 
دغه راز د ارمان ورځپاڼه چې ځان خپلواکه ورځپاڼه بولي پخپلو خپرونو سره په چل چل کې د ډاکټر غني پرخلاف خپرونې لري. او بل کاندید عبدالله عبدالله ته منظم کمپاین کوي. او خپله بې طرفي زیانمنوي.
کله کله خو چې بله چاره پرې ودریږي نو د یوه کاندید خبر په غټو ټکو لیکي او د بل په دومره کوچنیو تورو لیکي چې د چا ور پام کیږي هم نه. 
دا خو لا څه داسې تلویزیونه هم شته چې د بې انصافۍ له کرښې هم ور اوښتي دي او د مشهود جرم مرتکب شوي دي. میترا تلویزیون د ټآکنو په ورځو کې د ولسمشرۍ په یوه مخکښ کاندید پسې له ټولو موازینو لیرې داسې پروپاګندونه وکړل چې ممکن د نړۍ د دیکتاتوري رژیمونو مطبوعات یې هم مثال ونه لري. دغه تلویزیون په پرله پسې ډول د ټاکنو د مخکښ کاندید ډاکټر اشرغني احمدزي پرضد زهرجن تبلیغات وکړل او پر هغه یې داسې تورونه ولګول چې په هر صورت د همدغه تلویزیون مسولین باید ځواب ورته ووایي.
دې او دې ته ورته ډیرې سرغړونې زموږ په رسنیو کې شته اوس چې د ټاکنو ورځې دي ددې ډول مطالبو خپرول تر بل هروخت حساس دي خو ددغو خپرونو د څارنې او د سرغړونو د څیړنو لپاره د ټاکنو د رسنیو کمیسیون جوړ شوی دی چې همدا یې دنده ده.
البته د یادولو وړ ده چې دغه کمیسیون د ټاکنو په لومړي پړاو کې یوشمیر رسنۍ جریمه کړې او یو شمیر نورې یې وستایلې چې له هغه هم د بې انصافی بوی راته او یو اړخیزې وې.
خلک د ټاکنو د کمیسیونونو په تیره د ټاکنو د رسنیو د کمیسیون کارونه څاري خلک رسنۍ هم هر وخت ګوري د هغوی نیتونه هم ورته معلومیږي او د ټاکنو د رسنیو کار هم.
په کار ده د ټاکنو د رسنیو کمیسیون له اوسني حالته راووځي هغه رسنۍ چې نه یوازې د ژورنالیزم ټول موازین تر پښو لاندې کوي بلکې د هیواد د ملي امنیت ته خطر پیښوي په جدي ډول و څیړي او په قانون کې ورته پیش بیني شوې جزاګانې واوروي.