سمسور نیوز (۲۰لېندۍ۱۴۰۱) هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د شدید توپان او سړې هوا له کبله پرې شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، نن سهار د توپان له امله د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا دوه پايې نړېدلي او برېښنا پرې شوې ده.
برېښنا شرکت ویلي، چې سیمې ته د تجهیزاتو او کارکوونکو د لېږد اسانتیا له برابرېدو سره سم بع برېښنا بېرته ونښلوي.