د دفاع وزارت چارسمبالی وزیر: د یو ملي او خپلواکه پوځ پر تشکیل مو کار پیل کړی

د دفاع وزارت چارسمبالی وزیر: د یو ملي او خپلواکه پوځ پر تشکیل مو کار پیل کړی


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1000

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت چارسمبالی وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، چې د یوه ملي او خپلواک پوځ پر جوړولو یې کار پیل کړی دی. 

نوموړي بېګاه په یوه غزیز پیغام کې ویلي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او هوایي حریم څخه ساتنه وکړي.

هغه په خپل پیغام کې ویلي، چې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې به یو داسې خپلواک او ملي پوځ جوړ کړي چې په لوړ مورال سره د دې خاورې ساتنه وکړي. 

د مجاهد په خبره، کوښښ کوي، څو د افغانستان اسلامي امارت پوځ په پرمختللو وسلو سمبال کړي، چې د ځمکنۍ وړتیا ترڅنګ به هوایي برخه کې هم لوړ مقام ولري. 

ښاغلي مجاهد یو وار بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې به چاته زیان پېښ نه‌شي. 

د تېر حکومت تر راپرځېدو وروسته ګڼ نظامیان له یو ناروښانه برخلیک سره مخامخ شوي، چې یو شمېر اوس‌مهال په سختو کارونو پسې هم ملاتړلې ده.

که څه د دفاع سرپرست وزیر دا نه‌دي ویلي، چې آیا د پوځ په جوړښت کې د پخواني حکومت پوځیانو ته ونډه ورکوي او که نه؛ خو مخکې یې ځینو چارواکو ویلي، چې هغه پوځیان هم بېرته کارته غواړي.