ثقافت، کلچر، تهذیب، تمدن، موډرنېزم، موډرنټي او پوسټ موډرنیزم
پیلیزه
کولتور، فرهنګ، ثقافت، کلچر، تهذیب او تمدن هغه نومونه دي چې یو له بله سره اړیکه لري، د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې یو بل ته خپل ځای پرېږدي، خو یو هم له منځه نه ځي، هر پرونی توکی د نن لپاره یو کولتوري او فولکلوري ارزښت دی. د ژوند پرمختګ کولتوري ارزښتونه د تهذیب په ګاڼه سینګاروي او تمدن بیا هغه څه دي چې په هر عصر کې نوی را منځته کېږي، تمدن له تېر سره کار نه لري.
په دې څپرکي کې همدا مسایل را نغښتي دي. کولتور، کلچر، ثقافت او هڅوب واړه د بېلابېلو ژبو نومونې او بڼې دي، پوه یو مفهوم او مانا کارېږي، خو له تهذیب، تمدن، موډرنیزم او موډرنیټي سره جوت توپیر لري. دلته غواړو چې ددغو لفظونو په څرګندولو پیل وکړو.
۴ ـ ۱: کلچر
کلچر چې موږ یې په اووښتې بڼه کولتور لولو، فرهنګ، ثقافت او... هم ورته وايي؛ په کلچر کې چر د شنه کېدو په مانا دی، کلچر چې کله وایو، د انسان په طبعیت کې پراته شیان راټوکېږي، لکه تخم را اخلو، کرو یې او له هغه نه حاصل اخلو، دغسې د انسان په طبعیت، ذات او خټه کې ځینې شیان دي چې هغه راټوکېږي، په طبعیت کې د پرتو شیانو راټوکېدل کلچر دی، ورته والی یا بېلګه یې په تخمونو کې ښودلی شو، اوس موږ وایو: اګريکلچر تر موخه مو کرکیلی دی، همداسې په نورو ځایونو کې چې کلچر لفظ کارېږي؛ هغه چر یې د راشنه کېدو یا را ټوکېدو لومړنۍ مرحلې دي.
کلچر جرمني کلمه ده چې له Kultur څخه اخستل شوې ده. ثقافت عربي کلمه ده، تهذیب هم عربي کلمه ده چې په فرانسوي کې یې Civilization بولي، دغه دواړه کلمې هغه مهال ځانګړې شوې چې په جرمني ژبه کې د Kant, Geothe, او Schiller پنځونې رامنځته شوې، نو د فرانسوي ژبې کلمې ورته خندنۍ ښکاره شوې، نو په دې مهال د کلچر او تهذیب کلمې بېلې شوې.
د کلچر څرګند تعریف په ۱۸۷۱م کې Sie Edward Tylor داسې کړی دی: (( کولتور هغه جامع یو والی دی چې په هغې کې علم، عقیده، فن، قانون، خلاقیات، رواج او نور هغه صلاحیتونه او عادتونه شامل وي چې انسان د ټولنې د یوه غړي په حیث تر لاسه کړي وي. )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۱۱م)
په بېلابېلو فرهنګونو کې کلچر د تهذیب، ثقافت، تمدن، عقل مندي او خرد مندي په ماناوو هم اخستل شوی دی. په پښتو لغت دریاب کې د ثقافت په باره کې داسې لیکلې دي، ثقافت : اسم ، واحد، مذکر، کلچر، کولتور، تهذیب او تمدن. فیروز اللغات عربي اردو کې د ثقافه معنی عقل و سمج، تعلیم و تربیت او کلچر لیکلې ده. مصباح اللغات د ثقافه معنی زیرک و سبک و چالاک کېدل لیکلې ده.
T.S. Eliotد کلچر د تعریف په باره کې وايي چې له کلچر څخه زما مراد هم هغه دی کوم چې ترې د بشر پوهنې پوهان اخلي، یعنې د خلکو د یوې خاصې ډلې په یو ځای د ژوند تېرولو طریقې ته کلچر وايي.
... اکسفورډ ایډوانسډ لرنرز ډکشنري د کلچر تعریف داسې کړی دی د یو خاص ګروپ یا د یو ملک دود دستور عقیدې، فنون د ژوند طریقې او سماجي جوړښت ته کلچر وايي په کلچر کې د انساني اعمالو هغه ټولې بنیادي ادارې لکه مذهب، سیاست، معیشت، فنون، ساینس، تعلیم، ژبه او نور شامل دي یو فرد که په ټولنه کې په انفرادي توګه یو کار کوي یا یو عادت لري، دې ته کلچر نه شي ویلی، تر څو چې دا په ټولنه کې عام نه وي. ځینې کارونه، عادتونه او خبرې داسې دي چې هغه زمونږ په ټولنه کې یو شان وي خو تعلق یې زمونږ د حسیاتو یا جبلت سره وي نو دغه هم کلچر کې نه راځي، لکه په کنځلو غصه کول او په وږدي کېدلو خوراک خوړل او نور، په وږي کېدلو خوراک ضرورت دی، د ضرورت یا need په باره کې Haviland وايي چې ضرورت ده کېږی نه، خو هغه طریقې ده کېږي په کومو چې مونږه ضرورت دفع کولی شو. لوږه د خوراک ضرورت دی او پخپله پیدا کېږي، خو د خوراک مختلفې طریقې او د پخلي مختلفې طریقې کلچر دی، د کلچر په خصوصیاتو کې یو خصوصیت دا دی چې کلچر په ټولنه کې زده کېږي، یعنې Culture is Learned خو هر زده کړی کار هم کلچر نه وي، یعنې کم کار چې په مسلسل تربیت زده شي، په هغه کار او enculturation کې فرق دی. )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۱۱م)
۴ ـ ۲: تهذیب
تهدیب د عربۍ ژبې کلمه ده، (( تهدیب مصدر دی، ددې ماضي فعل هذب دی او مضارع فعل ترېنه یهدبذب دی او مهذب ترېنه فاعل جوړېږي. هذب په عربۍ ژبه کې د ښاخ تراشۍ لپاره استعمالېږي، لکه په عربۍ کې وايي: هذب فلان شجره، هغه د ونې ښاخ تراشي وکړه، ... لکه ځنګه چې له ونې څخه بې ضرورته ښاخونه لرې کولو سره په ونه کې ښکلا او تازه ګي پيدا کېږي او ډېر زر وده کوي، همدغه رنګ له انساني معاشرې څخه خرابې خبرې او خرابو رسمونو او رواجونو لرې کولو سره په انساني ژوند او ټولنه کې ښکلا پیدا کېږي. دغه وجه ده چې د ونې ښاخ تراشۍ او د انساني ټولنې ښاخ تراشۍ دواړو ته تهذیب ویل کېږي... )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۹)
نو: تهذیب منظمول یا جوړول دي، په تهذیب کې د انسان تفکر شاملېږي، په کلچر کې هر شی په طبیعي بڼه را ټوکېدلی وي، کله چې د انسان تفکر او خواري پکې شامله شوه، دا مهذبوالی دی، بېلګه یې: بوټي راټوکېږي، کله چې په بوټي یا ونه کې منظموالی رامینځته کېږي؛ ښاخونه یې پرې کېږي او هغه تنظمېږي نو په مهذبوالي یا تهذیب اوړي، یا مهذبېږی.
دغه منظم والی ورو، ورو د ټولنې تهذیب او اساس ګرځي، د ټولنې او ژوند پرمختګ ته لاره هواروي، فولکلور یا کلچر هغه خودرویه ګلان دي چې راټوکېدلي دي، تهذیب په دغو خودرویه ګلانو یا بوټو کې د انسان د تفکر داخلېدل دي چې هغه په خپل فکر باندې منظموي او جوړوي یې، په دې جوړښت او منظمولو کې د انسان تفکر او مهارت شامل دی، خو په کلچر کې د انسان خپل مهارت شامل نه دی.
مذهب، ذهب، تهذیب او ... یو له بله سره معنوي او لفظي تړښت لري، مذهب یعنې د انسان په اعمالو کې د تفکر داسې شمولیت چې ځانته لاره برابره او هواره کړي.
امامان راغلل، په دین کې یې لارې وویستې، دین یې تشرېح او څرګند کړ، دلته ددوی فکر شامل شو، خو دین زموږ کلچر دی، هغه ځکه چې دین خودریه راټوکېدلی او پر موږ یې یو طبیعي اثر او اغېز ښندلی دی.
کله چې امامان د دین ښودلو لپاره را پاڅېږي او موږ ته یې څرګندوي، نو د دوی دغه کړنه په مذهب اوړي. کله چې موږ ولسي شعر لولو، په شعر کې منځپانګه په ښکلاییزه ژبه وړاندې کېږي، کلمات او ترکیبونه د شاعر ذهنیت، ذوق او فکر په تصویري او تخييلي ژبه وړاندې کوي.
د ولسي ادب په ژبه کې موزونیت موجود دی، دا زده کېږي نه، لکه د خودرویه ګل په څېر راټوکېږي او د انسان اندروني کیفیت راسپړي او وړاندې کوي یې.
دغه موزونیت په ولسي ادب کې د زده کړې له لارې نه کېږي، کله چې دا له هغه ځایه د زده کړې مرحلې ته راځي؛ دلته فولکلور یا ولسي ادب ختمېږي، لیکنی ادب پیلېږي، ځکه په دې کې د انسان خپل مهارت، زده کړه، کوښښ او هڅه شاملېږي، خو په ولسي یا فولکلوري ادب کې په طبیعي ژبه طبیعي غوښتنې رابرسېره کېږي.
نو د ولسي شاعرانو ، ولسي ادب او لیکني ادب توپیر دادی چې ولسي ادب په کلچر کې شامل شی دی، فولکلوري ادب د کلچر برخه ګرځي خو دا چې زموږ مهارت او زده کړه پکې ور شاملېږي، دا د تهذیب برخه ده.
کلچر وده کوي، د کلچر وده په تهذیب بدلېږي، تهذیب ورو، ورو پرمختک کوي، دغه پرمختګونه تهذیبي پرمختګونه دي.
د انسان ژوند لکه د غنم د دانې په څېر را وټوکېده، کله چې په دې کې د انسان خپل مهارت شامل شو او ورو ورو له یوې دانې نه لس دانې، پنځلس دانې او بالاخره فصلونه پیدا شول، دا تهذیبي پرمختک دی چې په کلچر کې رامنځته شو، نو: تهذیبي پرمختګ په کلچر کې رامنځته کېږي او په دې کې د انساني تفکر او انساني پرمختګ اغېز شامل دی.
د تهذیب په برخه کې داسې هم ویلی شو:
تهذیب د خدای په دنیا کې ځانته دنیا جوړول یا کار شروع کول دي، کله چې انسان د خدای په دنیا کې خپله دنیا شروع کړه، دا تهذیب شو، د خدای دنیا تخلیقي او طبیعي دنیا ده چې په طبیعي بڼه راټوکېدلې ده.
د خدای په دنیا کې د انسان تفکر داخلول تهذیب دی. باران نه ورېږي، وچکالي ده، خلک دعا کوي:《خدایه! ته باران ووروې》دا د خدای پاک کار دی، د انسان له توانه بهر دی، د خدای پاک لوریینه یا پېرزوینه ده چې باران وروي، په دې اورښت کې د انسان تفکر شامل نه دی، خو دا چې کوم اغېز یې پء ژوند وشو او انسان په هغې کې څه ونډه واخیسته؟ دغه تهذیبي پرمختګ دی، باران و نه شو، وچکالي راغله، خو زه او ته بازار ته لاړو، اوبه مو واخیستې، په دې پوه نه شو چې اوبه له کومه ځایه راغلې، په دې پوه نه شو چې دا حاصلات، مېوې او څه چې زموږ غوښتنې وې؛ هغه موږ ترلاسه کړې، دلته د انسان حرکت یا تفکر شامل شو، له یوې سیمې بلې او له بلې سیمې بلې ته کوچ، راوړل، صادرات، واردات دغه تهذیبي پرمختګونه دي چې یوه سیمه له افت نه ژغوری، هغه افت چې پدې سیمه راغلی دی، انسان د خپل تفکر له مخې د هغه په مقابل کې یوه مبارزه کوي.
یا مرض دی، مرض نازل شو، مرض راغی، د مرض په وړاندې مبارزه کول، د مرض لپاره دوا او درمل راویستل، تهذیبي پرمختګ دی.
د تهذیب او ثقافت یا کلچر تر منځ اړیکې او پوله دواړه شته دي، دغه بحث د سبط حسن په وینا باندې را لنډېدای شي او داسې پایله ترې راوځي چې تهذیب له ظاهري توکیو او ثقافت له هغو څیزونو سره اړیکه لري چې ذهن سره تړاو لري. د دې خبرې سپیناوی دوکتور جمیل حالبي کوي چې په وینا یې د تهذیب زور په خارجي څیزونو او د طرز عمل په هغه اظهار دی چې په هغې کې خوش اخلاقي، اطوار، ګفتار او کردار شامل دي او ذهني صفتونو نه موخه علومو او فنونو کې مهارت او د پرمختګ صفات دي.
ځینې په دې باور دي چې د تهذیب په رامنځته کېدو سره کلچر یا ثقافت له منځه ځي. طبیعې خبره ده کله چې د علم او فن رڼا یو ځای ته ورسي، د زده کړې کچه لوړېږي، دودیزې خبرې، تجربې او کړنې پای مومي.
هغه مهال چې د ژبپوهنې په برخه کې عصري وسایل نه وو، نو ژبپوهنه په دودیزه بڼه پر مخ تلله، دغه بڼه د اړونده ټولنې په کلچر پورې تړلې وه، خو کله چې په ژبه کې عصري څېړنې د وسایلو په واسطه رامنځته شوې، څېړنې علمي بڼه ومونده، نو تهذیب یې ځای ونیو.
نو: (( ثقافت د تهذیب بنیاد دی او ثقافت د تهذیب لپاره خام مواد پیدا کوي او تهذیب د ثقافت ترقي یافته شکل دی. Christopher Dawson وايي چې کله مونږ د یو ملک خبره کوو نو مونږ کلچر لفظ استعمالوو، لکه د فرانس کلچر، د جرمني کلچر، او د برتانیې کلچر، خو کله چې خبره د تهذیب شي نو دې ټولو ته بیا مونږ مغربي تهذیب وایو او دغه شان دا ښکاره خبره ده چې تهذیب له ثقافت، یعنې کلچر څخه په لوړ مقام پروت دی. )) (دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۱۲)
د خدای په قدرتي دنیا کې د انسان حرکت او تفکر شاملول تهذیب دی، ورپسې تمدن دی.
۴ ـ ۳: تمدن
تمدن د تهذیب یو پړاو دی، تمدن یعنې څه؟ تمدن مدینه ده، مدینه بیا ښار ته ویل کېږي، مدنیت ښاري کېدل یا ښاریتوب دی، د انسان او طبیعت تر منځ پخلاینه او همداسې پرمختګ ورکول تمدن دی.
تمدن هم د عربۍ کلمه ده، لغوي شننه یې داسې کېږي چې: (( تمدن د تفعل په وزن دی، په عربۍ کې د هر باب خپل خصوصیات وي، لکه د باب مفاعله مثالونه مقابله، مناظره، مقاتله او نور دي او د باب مفاعله خصوصیت دا دی چې شرکت د جانبینو به پکې وي. یعنې لږ تر لږه به په دې کې له دواړو طرفونو څخه دوه ارکان خامخا وي... دباب تفعل خصوصیت دا دی چې په دې به تصنع وي. د تصنع معنی ی څیز په تکلیف سره حاصلول ، نو ځکه تمدن، تفعل او تکلف یو وزن یو باب او یو شان خصوصیات لري او د تمدن لفظي معنی ده په خپل کوښښ ځان په اجتماعي ژوند کې شاملول، باب تفعل د فعیله نه دی ا د فعیله هموزن مدینه دی چې وروسته ترې مدینه جوړه شوې او معنی یې ښار یا مدني یا شهري ژوند دی، نو ځکه مونږ ویلی شو چې له فعیله څخه تفعل شو، له مدینه حخه تمدن شو او د تمدن مطلب شو د ښار زنده ګي. )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۹م)
تمدن د تهذیب یو پړاو دی، تمدن په اره معنا ښاریتوب دی چې به انګرېزي کې ورته 《Civilization》وایي، په سېولایزېشن کې سېویک معنا ښار دی، تمدن ښارونه رامنځته کول، ژوند ته پرمختک ورکول او د ژوند بېلابېل پړاوونه وهل تهذیب یا د تهذیب پړاوونه دي، تمدن په تهذیب کې مطالعه کېږي، داسې مثال هم ورکولی شو:
پخوا زمانو کې لیک نه و، توري په یو ډول سره یو ځای شول، بیا لیک رامنځته شو، د لیک لپاره بېلابېل پړاوونه ووهل شول، په څرمنو ، تیږو، هډوکیو او پاڼو لیک وشو، همداسې کتیبې ولیکل شوې، کتیبې وروسته د مطبعې له لارې وروسته په کتابونو بدلې شوې، دغه بدلون او پرمختګ مدنیت دی، دا د انسان د تفکر پرمختګ ښيي، دغه پرمختګ تهذیب دی او ددې پرمختګ یو پړاو چې هغه ښاري ژوند او ښاریتوب دی، عصریتوب دی، هغه تمدن ښیي.
(( ... مونږ د تهذیب او تمدن فرق دا معلومولی شوچې کله شایستګي، انسانیت او سړيتوب په یو کس کې ذاتي طور موجود وي، نو دې ته تهذیب وايي او چې کله دا خصوصیات په اجتماعي توګه موجود وي، نو هغه ته تمدن وايي. )) ( دیناخېل ډاکتر محمد علي، د سوات پښتو ادب، ۱۰م)
دلته د نننیو تجربو تر شا زړې زمانې او تجربې پرتې دي، د ژوند دغه بېلابېل پړاوونه وهل تهذیب او په تهذیب کې هر پړاو چې هغه نوی او عصري ژوند او ښاریتوب رامنځته کوي، هغه مدنیت یا تمدن دی.
انسان راوټوکېد، دا کلچر دی، په خپل تفکر یې ژوند ته پرمختګ ورکړ، له غره ښار ته راکېوت، ښار یې جوړ کړ، په ښار کې یې د ژوند چارې په نویو او عصري وسایلو سمبال کړې، دا تمدن دی، په کلچر کې دده ذهني ارتقا او پرمختګ تهذیب دی.
تر دې اخوا موډرنېزم او موډرنټي ده.
۴ ـ ۴: موډرنېزم، موډرنیټي او پوسټ موډرنېزم
موډرن یا نوی والی د زاړه په مقابل کې، د زاړه په مقابل کې یې څرګندول یا رامینځته کول موډرنټي ده، موډرنېزم یا موډرنټي څه شي ته وایي؟
ذهني کیفیت کې ازادي او پرمختګ یا په ذهن کې پرمختګ او ترقي راوستل موډرنیزم یا موډرنټي ده، دغه ازادي په درېو پړاوونو کې ترسره کېږي.
یو: انسان باید په مینه، ژوند، زده کړه او ذهني لحاظ ازادي ولري، دا هغه څه وو چې د مذهب پر وړاندې ودرېدل، مثلاً د کلیسا پر وړاندې مبارزه پیل شوه، له کلیسا نه د انسان ژغورل او د هغه په مقابل کې درېدل موډرنټي وه، له کلیسا نه ازادي ذهني ازادي وه. په څوارلسمه پېړۍ کې په اروپا کې د کلیسا په مقابل کې د خلکو راپاڅېدل او انسان ځان په ذهني لحاظ ازادول موډرنېزم و.
کله چې په یونان کې خلک د ارستو د نظریاتو په پېروۍ بوخت شول او هماغه مسایل یې شروع کړل؛ انسان سېکولر شو، ازاد شو، د سېکولرېزم فلسفه پیل شوه، کله چې عثماني امپراتوري په ترکیه کې رامنځته شوه او په استانبول کې یې ځای ونیوه، نو د یونان رابطه یې له هندوستان او نورو سیمو سره وتړله، ځینې شخصیتونه له دې حالت نه تنګ شول او دوی ایټالیا ته پناه یوړه، په ایټالیا کې د ارستو د سیکولرېزم طرفداران وو، دوی دلته بنسټ کېښوده، هلته یې خپله مبارزه شروع کړه او د ارستو فکر یې وپاله.
د دوی تفکر څه وو؟ دوی څو کسان د دوزخ په یو ځای کې سره کښېناستل، ویې ویل، دا دوزخ دی، ښه دلته خو هېڅ اور او د اور تاو نشته، نو څنګه دوزخ شو؟ کله چې دغه انسانان په خبرو راغلل او دوی په خبرو کې د اور څرکونه او تاو احساس کړ، دغه څرکونه او د تاو نه احساسولو دې ته ورسول او ویې ویل چې دا دوزخ د انسان په وجود کې دی، دغه تفکر رامنځته کول موډرنېزم و چې د ژوند شرایط یې ورته برابر کړل. دلته ذهن بدلون وموند.
دوه: په موډزنېزم کې د ذهن ځمکه بدلېږي، په هغو سیمو کې چې د ذهن ځمکه نه بدلېږي، هلته موډرنېزم نشته.
د پښتنو ژوند قبایلي ژوند دی او له سکندر مقدوني رانیولې تر اوسه پورې چې شاوخوا درې زره کاله عمر لري؛ د پښتنو په ژوند او جګړه کې کوم تغیر نه دی راغلی، دا ټول عمر د جګړې تر اغېز لاندې راغلي، جګړې پښتانه په قبایلي توګه را رسولي دي، د پښتنو تفکر او ذهن قبایلي دی، دلته هر پښتون د خپل ذهن پر ځمکه ګرځي، خو په موډرنېزم کې چې په یورپ او نورو سیمو کې دا تفکر شته، هلته دوی د خپل ذهن ځمکه بدلوي، پښتانه د خپل ذهن پر ځمکه ګرځي، که په یورپ کې ګرځي، که په اېټلي که په لندن او که د دنیا په هر ځای کې ګرځي، دوی د خپل ذهن پر ځمکه ګرځي، خپل ذهن ورسره دی، دوی په هرځای کې د خپل ذهن ځمکه بدلوي، د ذهن ځمکه بدلول موډرنېزم دی، خو د خپل ذهن پر ځمکه ګرځېدل او هغه تعقیبول دا قبایلي شعور دی، مثال: موږ اوس هم په خپل ژوند کې د حضرت عمر، حضرت علي او نورو پېغمبرانو او صحابه وو بېلګې ورکوو، ژوند خو په هماغې ځمکه باندې روان دی چې هغه کوم دی، دهغې ځمکې نه څوک اخوا او دېخوا نه ځي، خو په نورې نړۍ کې هغوی د ذهن ځمکه بدلوي، دکلیسا به مقابل کې بغاوت کوي، انسان ته ذهني ازادي ورکوي، ذهني ازادي یې د ذهن د ځمکې په بدلون کې ده، خو موږ چې هر چېرته لاړ شو، د ذهن ځمکه مو خپله ده او د خپل ذهن پر ځمکه قدم وهو.
درې: موډرنیټي د زاړه په مقابل کې ازادي ده، موډرنېزم ددنیا لا حاصلیت یا بې معنویت دی، دلته په موډرنېزم کې وژنه، قتل او درد ټول محسوسېږي او د انسان په ژوند کې رامنځته کېږي، دغه مسایل په غربي او اروپایي ادبیاتو کې له یوې زمانې نه د بلې زمانې سره په توپیر کې وینو، خو په پښتو ادبیاتو کې د ذهن ځمکه یوه ده، ځکه چې زموږ مسایل هماغه زاړه دي او زموږ د ذهن کوڅې نه دي بدلې شوي، زموږ د ذهن او تفکر مرحله هماغه ده، بلې مرحلې ته نه یو داخل شوي، نو دلته موډرنېزم نشته او پوست موډرنېزم خو یې بیا بېخي ورک دی.
پوست موډرنېزم د ذهن د ځمکې په بدلون کې نوي مسایل را مینځته کول دي.
په اروپا کې موډرنېزم د څوارلسمې پېړۍ تفکر دی چې هلته د کلیسا په وړاندې یوه ذهني ازادي رامنځته شوه، د پوسټ موډرنېزم تفکر څښتنان په دې باور دي چې انسان له عقله ستړی کېږي، دوی داسې کارونه ته لاس اچوي چې هغه عقل نه مني، له عقله ازادي غواړي، یو داسې څه را منځته کوي چې هغه په عقلي لحاظ کومه ګټه نه لري، خو دوی یې د خپل ذوق او ازادۍ لپاره تر سره کوي، مثلا د ماڼۍ په یوه برخه کې یو ځای یا پیک جوړوي چې هغه په عقلي لحاظ هېڅ شی نه دی، خو دوی چې له عقله ستړي دي نو باید یوه ذهني ازادي تمثیل کړي.
قومیت: هغوی چې وايي: قومي او ملتي مسایل باید وپالل شي، پر ذهني ځمکه دغه بدلون او په هغې کې یو نوی شی رامنځته کول پوسټ موډرنېزم دی، ددنیا د پرمختللیو هېوادونو په ادبیاتو کې چې د ذهن ځمکه یې بدله شوې، هلته د پوسټ موډرنېزم بېلګې په ادبیاتو کې هم لیدل کېږي، خو زموږ نه په ژوند او نه هم په ادبیاتو کې د موډرنېزم او پوسټ موډرنېزم خبرې شته، ځکه زموږ ادبیات د طبعیت او د ژوند یو هنري تفسیر، تعبیر، انځور او د طبعیت تقلید دی.
نو په طبعیت کې چې د انسان په خوی او خاصیت کې تغیر رانه شي، اندروني کیفیت یې تغیر و نه مومي؛ اظهار څنګه کېږي؟ په اردو کې ځینو کسانو دا کار شروع کړ، هغوی په مصنوعي بڼه شروع کړ، مثلاً: یو شاعر یې وویل چې درې میاشتې لوڅ ګرځېدم، په تن مې جامه نه وه، درې میاشتې لوڅ ګرځېدل، په تن جامه نه لرل د دوی موډرنېزم و، دا هغه څه وو چې دوی یې تقلید له نورو ادبیاتو نه کاوه، خو لا هم چې په ژوند کې د موډرنېزم او پوسټ موډرنېزم هغه طبیعي والی رامنځته نه شي، د ذهن ځمکه بدله نه شي؛ په ادبیاتو کې یې هم څرکونه نشته، ځکه ادبیات د ارستو په خبره د طبعیت تقلید دی، نو په طبعیت کې به یو څه بدلون مومي ، دغه بدلون د انسان په حواسو هم تاثیرکوي، د طبیعت هر بدلون د ادراک له لارې ذهن ته سپارل کېږي، اندروني کیفیت ورسره ملګری او له هغه وروسته څرګندېږي. د پښتنو ذهني کیفیت لا هم میراثي دی، دوی ته هر څه په میراث پاتې دي، میراث پالنه د انسان ذهني ازادي سلبوي او هغه ټکنی کوي.
دغه مسالې اصلاً د انسان له ژوند سره تړلې وي، د انسان لومړنی تخلیق او ذهني تجربې چې هغه پرته له زده کړې را منځته شوې وي، خوله په خوله او سینه په سینه له یو نسل نه بل نسل ته راپاتې وي؛ دا فولکلور دی، خو کله چې ثبت شوې او د زده کړې له لارې ادب رامینځته شي؛ بیا فولکلوري اغېز له منځه ځي او په ټپه درېږي
پایله
له دې بحثه دا پایله راوځي چې د کلچر سره چینه له تېر او طبیعي حرکته ده چې په کوم مشخص کس یا دهغه په هڅې پورې اړه نه لري، کلچر د خلکو له ادب سره اړیکه لري یا سر چینه یې همدغه د خلکو ادب دی. د لیکلي یا تراشل شوي ادب، تاریخ مذهبي اثار، یونلیکونه او نور کولتوري کتابونه له کلچر یا فولکلوره ګټه اخلي، تهذیب کې بیا د انسان خپله هڅه ګډه ده.
تمدن د اوس او سبا خبرې کوي، په تېر پسې نه ګرځي او نه د تېرو روایاتو حکایت کوي، تمدن د کولتور پرمختللې بڼه او د هر عصر او وخت نوې پدیده ده. هر نننی تمدن سبانی کلچر دی. تمدن د ښار له ژوند سره اړوند خبرې دي، په انګرېزۍ کې تهذیب او تمدن دواړو ته د سیولایزېشن کلمه کارېدلې ده.
د ثقافت یا کلچر پرمختللې بڼه تهذیب دی، ددې دواړو توکي یو شان دي، توپیر دا دی چې که دا توکي په لومړنۍ بڼه کې وي نو ثقافت دی، د همدې توکیو پرمختللې بڼه بیا تهذیب دی.
د کلچر یا ثقافت توکي: دودونه، مذهب، ژبه، فن او هنر، د حکومت بڼه، ټولنیز او معاشي نظام ، د حکومت بڼه او ...
د تهذیب توکي: کرکیله، لیکنی نظام، مسلکونه، ودانیزې چارې، ښارونه، سکه، مواصلات، لیکنۍ ژبه، عدالتي نظام، لرغوني اثار او ...