له یوې نیمې لسیزې وروسته؛ ننګرهار کې د هجرت کلي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

له یوې نیمې لسیزې وروسته؛ ننګرهار کې د هجرت کلي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې


  • 3 کاله دمخه (04/06/2021)
  • خلیل خان ستانکزی
  • 1305

 د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ اړوند د هجرت کلي سړک، چې  له درونټې څخه تر یاد کلي پورې ۴.۱  کيلومتره اوږدوالى لري؛ نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې یې لومړنۍ سروې ترسره شوې وه؛ خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله لاهم خام پاتې، چې اوس د ټولګټو وزارت له لوري د ۸۵ ميليونه افغانيو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول رغول کيږي.

د يادې سيمې اوسېدونکو سمسور نیوز ته ویلي، چې د یاد سړک د چارو د بیا پیل لپاره خوښ دي؛ ځکه له یو لوري به ورسره ګڼ شمېر ځوانان بوخت شي او له بل پلوه به یې د تګ راتګ ستونزې کمې شي.

که څه هم د ټولګټو وزارت ویلي، چې د یاد سړک د جوړېدو چارې به په دوه میاشتو کې پای ته ورسوي؛ خو وبه لیدل شي، چې د یاد وزارت خپله ژمنه څنګه پوره کوي.