ولسونه له طالبانو په تنګ شول؛ نو ځکه د یادې ډلې پر وړاندې راپورته شول.

ولسونه له طالبانو په تنګ شول؛ نو ځکه د یادې ډلې پر وړاندې راپورته شول.


  • 3 کاله دمخه (22/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1349

په ګڼو ولایتونو کې ولسي خلک وایي، نور له طالبانو په تنګ شوي دي او وخت یې را رسېدلی، چې د یادې ډلې پر وړاندې په ضد جګړو لاس پورې کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، دغه ولسي پاڅون‌کوونکي په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بلخ، پران، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو پر ضد جګړه کې ونډه اخلي.

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره هم‌مهاله د ملي دفاع وزارت هم ویلي، په دغو ولایتونو کې یې د طالبانو پر ضد زرګونو کسانو ته وسلې ورکړي دي.

که څه هم ښاغلي امان د دغه ولسي پاڅون‌کوونکو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو په وینا یې، چې شمېر یې زرګونو تنو ته رسېږي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، هغه کسان چې په‌خپله خوښه د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد درېږي دفاع وزارت چمتو دی چې ټول امکانات ورته برابر کړي.

بل‌لورته یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو هم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپلو کسانو د منظم کولو خبرداری ورکړی دی.

د دغه کسانو له ډلې د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ویلي، نن سه‌شنبه به ډېر نفوذ لرونکي کسان او سیاسي حزبونه له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ اقدام وکړي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې یو شمېر پخواني پوځي کارپوهان د تاوتریخوالي او وینې تویېدو مسؤولین طالبان بولي او زیاتوي چې د خلکو د وسله‌وال کېدو د راتلوونکو پایلو مسؤولیت به هم د طالبانو په غاړه وي.