د امریکا پر وړاندې کابل کې د سلګونو هیواد والو لاریون

د امریکا پر وړاندې کابل کې د سلګونو هیواد والو لاریون


  • 2 کاله دمخه (15/02/2022)
  • سمسور نیوز
  • 720

کابل ښار کې نن په سلګونو هیوادوالو د یوه اعتراضیه لاریون په ترسره کولو سره د افغانستان د شتمنیو په اړوند د امریکا د ولسمشر جوبایدن د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې غبرګون وښود، غندنه یې وکړه او د بایدن پرېکړه یې غیر عادلانه ، غیر انساني، غیر قانوني او ډیر ظالمانه وبلله. 

لاریون کونکو د امریکا او غرب څخه په تیرو شلو کلونو کې دزرګونو بېګناه افغانانو د وژنو او د افغانستان دورانۍ غرامت ورکولو غوښتنه هم وکړه. 

دوی د امریکا په بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ولس او هیواد شتمتۍ بولي او زیاته یې کړه چې هېچاته ته به اجازه ورنکړي چې دا شتمنۍ غلااو یا نورو کسانو ته ورکړل شي.

همدارنګه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې هم دافغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې غندنې په موخه سوداګرو، پانګه والو، صرافانو، او ولسي خلکو سوله ییز لاریون وکړ او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو غوښتنه یې وکړه.