د کابل پولیسو د اتمې حوزې اړوند یوه سیمه کې دوه کسان د «زیګپ» په نوم له ۳۰ زره ۸۰۰ ګولیو سره یو ځای نیولي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دا ټابیلټ له یادو کسانو سره په ناقانونه توګه ساتلې کېدې او له کشفېدو وروسته نیول شوي دي.
د مسوولینو په خبره، نیول.شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
زیګپ د رواني نارغانو لپاره یو ډول ټابلیټ دی، چې د نشې لپاره هم ترې استفاده کېږي.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ښارونو کې د زیګپ او کا ټابلیټونو په ګډون د بېلابېلو نشهیي توکو د نیولو راپورونه ورکړل شوي وو.