د کرونا ویروس د ۸۴ تازه پيښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۸۴ تازه پيښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (09/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1194

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ددغه ویروس ۸۴ تازه پیښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسولینو په وینا په همدې موده کې ۳۰۰ تنه له کرونا ویروس څخه بیرته رغیدلي چې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۴۶۲ تنو ته ورسید.

د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول هیواد کې د کرونا له امله دوه زره او ۲۷۰ تنه مړه شوي او ۴۳ زره او ۷۴۰ نور بیرته ترې رغیدلي دی.

مسوولینو دغه راز د کرونا ویروس د دریمې څپې له خپریدو سره خبرداری ورکړی چې له دغه ویروس څخه د مخینوي لپاره له ماسک څخه ګټه پورته کړي.

د کرونا ویروس نوې بڼه د افغانستان په یو شمیر ګاونډیو هیوادونو له هغې ډلې هند، پاکستان او ایران کې پیژندل شوې ده او افغان چارواکي وايي چې افغانستان یې د پیژندلو وړتیا نه لري.