سږ کال له کندهاره ۳۰ زره ټنه وچه مېوه  بهر ته صادره شوې

سږ کال له کندهاره ۳۰ زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې


  • 1 کال دمخه (01/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 398

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، سږ کال له دغه ولايت څخه ۳۰زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

مسوولینو د دې صاداراتو ارزښت ۹۵ میلیونه امریکايي ډالره ښودلی. 

مسوولانو زیاته کړې، په دې صادراتو کې ممیز، ابجوشي، بادام، انځر، شکرپاره، پسته او ځینې نور شامل وو. 

ياده مېوه هندوستان، پاکستان، امريکا، نيپال، کاناډا، متحده عربي امارات او ګڼ شمېر نورو هېوادونو ته صادره شوې.

د افغانستان وچه مېوه د ښه خوند او رنګ لرلو له کبله پراخ شهرت لري، چې د هېواد سربېره په نورو هېوادونو کې هم پېرېدونکي لري.