لاروف: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي

لاروف: د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي


  • 3 کاله دمخه (28/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1258

‏د رویټرز خبري اژانس خپل یو رپوټ کې لیکلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د ایران غونډې ته خبرو کې، د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې امریکا او ناټو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت ناکام بللی او په خبره یې، چې افغانستان د امریکا د ناکام ماموریت زیان ګالي.

لاروف زیاته کړې، چې امریکایي ځواکونه چې هر هېواد ته تللي؛ نو جګړه یې ځان سره وړې او اوس هڅه کوي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم نا ارام کړي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تازه اسلام اباد او واشنګټن هوکړه کړې، چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره به د پاکستان خاوره وکاروي.