سویډن وایي په افغانستان کې د باثباته سولې ملاتړ کوو

سویډن وایي په افغانستان کې د باثباته سولې ملاتړ کوو


  • 3 کاله دمخه (01/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 889

سویډن وايي، د هغې سولې ملاتړ کوو، چې تیرې لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سویډن له لومړي وزیر شل اسټیفان سره ټیلیفوني خبرې کړي.

ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په دې ټیلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د سویډن له همکاریو مننه کړې او یاد هېواد یې یو مهم او پخوانی دوست بللی.

 د سویډن لومړي وزیر په دې خبرو کې افغانستان سره دیاد هېواد له لوري په بېلابېلو برخو کې د مرستو ډاډ څرګند کړی.

اسټیفان همداشان په افغانستان کې د سولې له پروسې هم ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې سویډن په افغانستان کې دداسې سولې پلوی دې، چې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.