دا خوږ ژبی لیکوال د زمکې په سینه کې لکه یو قیمتي لال پروت دی .خو تر څو چې پښتني دنیا کې یو پاک زړی پښتو ن د پښتو لیکوالۍ تاریخ لیکي نو تر هر چا دمخه به یې د ماسټر عبد الکریم خوږلنه څیره سترګو ته دریږي
دی د چارسدې دسیمې په (اتمانزو) کې دنیا ته راغی . د منتظر خان زوی دی لمړی یې د اتمانزو آزاد ښوونځي کې درسونه ولوستل او بیا یې د ډیلي په اسلامي جامعه کې د لوړ تعلیم بری لیک تر لاسه کړ تر دې وروسته یې په دغه ښوونځيکې د ښوونکي او ماسټر دنده په غاړه واخیسته له دې نه وروسته د سیاست په اغزنه لار روان شو د باچا خان د سیاسي کار او بار یوغښتلی او سپيڅلی غړی شو. خدای یې په ژبه او قلم کې داسې برکت واچاو چې د (پښتو) مجلې سیاسي بیرغ یې هر ځای ورپاو په دهغه مجله کې چې د (نننۍ ) دنیا دسرۍ لادنې کوم سیاسي مضامین د نړۍ ددوهم جنګ په زمانه کې خپریدل تر اوسه یې لا مثال او ساری نه دی لیدل شوی
ماسټر د نورو خدای خد متګارو په څیر د پرنګیانو او ددوی د هم خیالو د سختو بندي خانو بدې ورځې او تر خه ساعتونه لیدلي دي . د پاکستان تر جوړیدو وروسته یې یو ځل پنځه شپږ کاله په بندي خانه کې د مر چکو میچنې و ګر ځولې . دغسې یې د آزاد خیالۍ په ګناه ډیر ربړونه او کړاوونه ولیدل .خپل خوږ صحت یې له لاسه ورکړ . د نري رنځ په میرات مړي مرض اخته شو او اخر په سنه ۱۹۶۱ ع کال یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې
ماسټر په پښتو مئین په پښتو خوږمن په زړه او عمل رښتین وو ده شعرونه نه ویل خو د شعر زور یې هم نثر ته تللی دی
د افسانو او کیسو په لیکلو کې یې پوره لاس درلود د کیسو یوه ټولګه یې د (ځولۍ ګلونه) په نامه خپره شوې ده