برېټانیا کې د افغانستان سفارت ویلي چې په دغه هېواد او ایرلنډ کې د دوی کونسلي چارې په عادي ډول روانې دي.
یادې ادارې هغه اوازې بې اساسه بللې چې ګواکې د دوی چارې دې ځنډیدلې وې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و چې د دغه سفارت چارې له بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله تړل شوې دي.
بل لورته تازه اوس اسلامي امارت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.