زندانونو کې د شکنجې په اړه د یوناما رپوټ

زندانونو کې د شکنجې په اړه د یوناما رپوټ


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1098

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر یا یوناما او ددغه سازمان د بشري حقونو مرکزي دفتر په جینوا کې د رپوټ په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي او ترهګریزو جرمونو یو پر دریمه برخه بندیانو ادعا کړې چې شکنجه شوي او یا نور بد چلند ورسره شوی.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د زندانیانو د شکنجې د ادعاو او حقوقو په پام کې نه نیولو کچه لا هم لوړه ده، خو زیاتوي چې د زندانونو کې د شکنجې کچه درې سلنه ټیټه شوې ده.

په دغه رپوټ کې د ۲۴ ولایتونو په ۶۳ زندانونو کې له ۶۵۶ زندانیانو سره چې ۵۶۵ یې نارینه، ۶ میرمنې، ۸۲ هلکان او ۳ نجونې دي مرکې شوي.

د یوناما د رپوټ له مخې افغان دفاعي ځواکونو ۳۰ اعشاریه ۳ سلنه، پولیسو ۲۷ اعشاریه ۲  سلنه او د ملي امنیت ځواکونو ۱۹ اعشاریه ۴ سلنه شکنجه او بد چلند کړی دی.

افغان دولت تر اوسه د یاد رپوټ په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.