راشه جانانه شه مهربانه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 1511

خدايبخښلى امان الله سيلاب د هيواد يو خوږ ژبې شاعر ؤ. د هغه په اشعارو كښې درد ؤ ، سوز ؤ ، د هغه په اشعارو كښې مينه وه ، احساس ؤ ، د هغه په اشعارو كښې عشق ؤ د هغه په اشعارو كښې جذبه وه ، دهغه په اشعارو كښې د وطن سره د مينې او خلوص نازنينې پيرزوينې نغښتې وې . هغه يو نامتو شاعر ؤ ، هغه د هر نازك زړه نازك خيال شاعر ؤ. هغه د هر ارماني شاعر د ارمان شاعر ؤ.

ما له خدايبخښلي سيلاب صاحب سره له نژدې ليدلي وو ، ما له هغه سره يو ځل نه بلكې په بار بار ليدلي وو زه ايله د اتلسو كالو وم چې ما به د هغه خوږ شاعر خواږه شعرونه لوستل ، زه د هغه د اشعارو عاشق وم ، زه د هغه د شعر د هر حرف احسانمند وم . ما د هغه د خولې هره نازنينه خبره خوښيده او په ما ډيره ښكلى لكيده. د هغه د خبرو انداز ډير ښكلى ؤ ، د هغه د خبرو خوند ډير ښكلى ؤ ، د هغه د خبرو مفهوم ډير ښكلى ؤ ، د هغه د خبرو طرز ډير ښكلى ؤ . هغه سپين ښكلى سړى ؤ ، د هغه په څيره كښې نور ؤ ، د هغه په څيره كښې ښكلا او ځلا وه.ما همدا وس له تلويزيون نه د خدايبخښلي دا شعر د فرشتې په ښكلي غږ كښې په ډير خوند واوريد چې وايي ( راشه جانانه شه مهربانه ليونى كيږم ستا له هجرانه).

دا سندره د اول ځل د پاره استاد ايوب ډيره پخوا ويلى وه په ډير ښكلي انداز كښې يې ويلې وه . دا سندره چې سړې د ايوب استاد په غږ كښې هر وخت واوري نو خوند ترينه اخلي ځكه چې شعر يې ښكلى دى ، كمپوز يې ښكلى دى ، آواز يې ښكلى دى.

اوس چې مې دا سندره د فرشتې په ښكلي غږ كښې واوريده نو ډير زياد خوند يې راكړ ، سمدستي مې قلم په لاس ونيو چې يو څو كرښې وليكم او په دې شان د خپل خوږ او زړه ته نژدې كاكا جان مرحوم سيلاب صاحب ياد تازه كړم او دا ياد هغه چاته ورپه ياد كړم چې دا سايت ګوري او په دې سايت كښې ډول ډول سياسي ، هنري ، علمي ، ديني ، اجتماعي او ادبي مقالى او ليكنې لولي ، خوند ترينه اخلي او معلومات ترينه لاس ته راوړي.

فرشته چې د هنګامې خور ده ، واقعا د ډير استعداد خاونده ده ، ددې په آواز كښې يو ځانګړى سوز او ګداز دى ، ددى په آواز كښې يو جادو دى ، ددې په آواز كښې يو خاص خوند او لذت دى ، ددې په آواز كښې يوه نشه ده .

د مرحوم سيلاب صاحب ښكلى شعر ، د فرشتې ښكلى او طلايي غږ او بې انتها ښكلى موسيقي ، دا درې شيان سره يوځاى شوي او يوه خوندوره جاويداني سندره ترينه جوړه شوې چې كه هر څو ځلې يې څوك واوري نو خامخا يې زړه او دماغ ته ي تازكي او نوى سا وركوي.

خداى دې مرحوم سبلاب صاحب ته مغفرت نصيب كړي ، خداى دې ايوب استاد چې هر چيرته وي ، خوشحاله او خندان لري او خداى دې فرشتې ته نور هم توفيق او توان ورړي چې د مرحوم سيلاب د نغمو ډك ښكلي ښكلي پښتو اشعار د خپل نادره آواز په پردو كښې ونغاړي او زمزمه يې كړي. او په دې شان ځانته د مليونونو پښتنو په زړونو كښې د احترام او درنښت ښائيسته كور جوړكړي.