اکسفورډ پوهنتون، د ملي امنیت مخکېنی سلاکار د افغانستان په اړه یوه غونډه کې وینا ته وربللی

اکسفورډ پوهنتون، د ملي امنیت مخکېنی سلاکار د افغانستان په اړه یوه غونډه کې وینا ته وربللی


  • 2 کاله دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 753

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) اکسفورډ پوهنتون، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار، حمدالله محب، د می په ۱۱مه، د افغانستان وروستي وضعیت په اړه یوه غونډه کې وینا لپاره وربللی دی.

د رسنیو د راپور له‌مخې، اکسفورډ اتحاديې د راپرځېدلي حکومت له ولسمشر محمد اشرف غني هم غوښتي، چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه خبرې وکړي. 

بل‌خوا؛ ویل کېږي، چې یو شمېر محصلانو په انلاین ډول عریضه کړې، چې اکسفورډ پوهنتون دې ښاغلي «حمدالله محب» ته د وینا اجازه نه ورکوي. 

اکسفورډ د انګلستان یو له مخکښو او معتبرو پوهنتونو شمېرل کېږي، چې وخت ناوخت پکې د نړۍ ستر سیاسي شخصیتونه د وینا لپاره ور غواړي.