د ترهګرۍ پر ضد ګډ ایتلاف او د افغانستان ځای‌ ځایګی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • میرویس جواد
  • 1034

 د سه‌شنبې په ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د اسلامي هېوادونو ایتلاف اعلان شو. 

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د راپور په اساس، ۳۴ اسلامي هېوادونه په دغه پوځي ایتلاف کې ګډون لري او موخه یې په اسلامي هېوادونو کې په ترهګرۍ سربېره، د فساد پر وړاندې هم مبارزه بلل شوې ده.
د ایتلاف اړتیا
د ترهګرۍ اصلي زیانمن اسلامي هېوادونه دي. د سعودي له ګاونډي یمن څخه نیولې، بیا تر عراق، سومالیا او افغانستان پورې، هغه هېوادونه دي چې د ترهګرۍ ښکار شوي دي. د ګډ دښمن پر وړاندې درېدل ګډې مبارزې ته اړتیا لري چې اوس‌ مهال دغه نوښت د سعودي عربستان له خوا شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې اسلامي هېوادونه د ګډ ګواښ پر وړاندې سره درېدلي دي. 
په زیات شمېر اسلامي هېوادونو سربېره، امریکا، جرمني او ناټو هم له دغه ایتلاف څخه ملاتړ اعلان کړی او د سعودي دغه نوښت یې پر ځای بللی دی. د ایتلاف اصلي موخه له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه په ډاګه شوې ده.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ایتلاف مرکز به د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض وي؛ خو له دې امله چې د دغه ایتلاف د فعالیت څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، جوته نه ده چې د ۳۴ هېوادونو اصلي او اساسي دنده او ونډه به څه وي؟ 
بل لور ته د سعودي عربستان، قطر او اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونه له داعش څخه پر ملاتړ تورن دي.
دا هم جوته نه ده چې ایتلاف به د داعش پر وړاندې څه ډول اقدامات کوي؟ 
یوازې ایډيالوژيک اړخ به په پام کې نیول کېږي، یا دا چې له دغې ډلې سره به د ترهګرې ډلې په څېر چلند کېږي.
سعودي او ایران
ظاهرا له ترهګرۍ څخه د سعودي عربستان او خلیجي هېوادونو وېره د دغه ایتلاف د رامنځته کېدو لامل شوې ده. 
عربستان خپلې خاورې ته د ناامنیو او ترهګرۍ له ورتګ څخه وېره لري. دغه وېره وروسته له هغه زیاته شوه چې په یمن کې حوثي جنګیالیو د دغه هېواد ولسمشر عبدربه منصور هادي له واک څخه لېرې کړ. ایران تورن دی چې له حوثي یاغیانو څخه ملاتړ کوي.
له دې امله چې په یاد ایتلاف کې د ایران، سوریې او عراق په ګډون شیعه هېوادونه ګډون نه لري، یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې خلیجي هېوادونه مخصوصا سعودي غواړي له دغه ایتلاف څخه د افراطي تشیع پر وړاندې مبارزې په برخه کې هم کار واخلي، خو دې ته په کتو سره چې د دغه ایتلاف اساسي موخه یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه په ګوته شوې او د مبارزې څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، نه شي ویل کېدای چې له ایتلاف څخه د ایران او د دغه هېواد نفوذ پر ضد کار اخیستل کېږي. اما د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د موجودو ستونزو په پام کې نیولو سره تر ډېره بریده دغه ایتلاف له ایرانه بهر په سیمه کې د دغه هېواد ګټې ګواښلای شي.
باور دا دی چې ایران به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي او د ځان پر محور به شیعي هېوادونه راټول کړي. 
د ایران او سعودي تر منځ د سیالیو په پام کې نیولو سره، شونې ده چې د سوریې، عراق، یمن او ان لبنان پر سر د دواړو لوریو تر منځ ځینې ناندرۍ راپورته شي؛ خو د ریاض په مشرۍ د ایتلاف پیاوړتیا ته په کتو سره دغه ناندرۍ جدي نه اېسي او یوازې د سیاسي کشالې تر بریده به پاتې شي.
افغانستان او په ایتلاف کې ګډون
عربستان له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې په دغه ایتلاف کې ګډون وکړي. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د سعودي سفیر ته ویلي، افغان حکومت به په دې اړه غور وکړي.
باور دا دی چې د سعودي په مشرۍ په دغه ایتلاف کې د افغانستان ګدون مشخصې ګټې له ځانه سره لري چې تر ډېره بریده پر اقتصادي محور راڅرخي.
له مالي مرستو نیولي بیا خلیجي هېوادونو ته د افغان کارګرو لېږل هغه موارد دي چې په دغه ایتلاف کې له ګډون څخه ترلاسه کېدای شي.
همدا راز افغانستان کولای شي له دغه ایتلاف څخه د سولې خبرو په برخه کې هم ګټه واخلي او دې ته په پام سره چې پاکستان هم په دغه ایتلاف کې ګډون کړی، نو د ایتلاف غړي هېوادونه کولای شي پر پاکستان د فشار له لارې دغه هېواد د سولې خبرو کې مرستې ته حاضر کړي.
په دغه ایتلاف کې د افغانستان ګډون به د ایران غبرګون له ځانه سره ولري؛ خو ضرورت دا دی چې پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ وي. 
اړتیا دا ده چې افغانستان په ایتلاف کې ګډون لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.
دغه شرایط په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د غړیو هېوادونو رښتیني مبارزه، د افغان دولت له وسله‌والو مخالفینو او په افغانستان کې له مېشتو ترهګرو سره د ټولو په ځانګړې توګه د غړیو هېوادونو د مرستې او ملاتړ پرېکون، له ترهګرۍ سره په رښتیني مانا مبارزه (له پرګنیز او مذهبي توپیر پرته) او د افغانستان ستونزې ته د ایتلاف د غړیو هېوادونو د مشترکو ستونزو په توګه کتل.
سرخط‬ ورځپاڼه