پاکستان کې د افغان کډوالو خوشې کولو لپاره د کابل هڅو پایله ورنکړه

پاکستان کې د افغان کډوالو خوشې کولو لپاره د کابل هڅو پایله ورنکړه


  • 2 کاله دمخه (30/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 704

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام آباد کې د افغانستان  سفارت او افغان جنرال قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لاهم په پاکستان، په ځانګړي ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشي شوي. 

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې د میشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداندي کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا ډول کړنې به د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ښې پایلې و نه لري او پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده په پاکستان کې په سلکونه افغان کډوال نیول شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په زندانونو کې ساتل کېږي.