سعودي عربستان: واکسین شویو کسانو ته د عمرې اجازه ورکوو.

سعودي عربستان: واکسین شویو کسانو ته د عمرې اجازه ورکوو.


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1471

 سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) سعودي عربستان وايي، هغو کسانو ته به د روژې په میاشت کې د عمرې اجازه ورکړي، چې د کرونا واکسین یې ترسره کړی وي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي، هغه کسان، چې د کرونا ضد واکسین یې ترسره کړی وي، اجازه لري، چې د روژې په میاشت کې عمره ترسره کړي.

یاد وزارت همداشان زیاته کړې، کوم کسان، چې سعودي ته د عمرې لپاره راځي، باید ۱۴ ورځې وړاندې یې واکسین کړی وي او هغه کسان، چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو څخه پورته وي، د عمرې اجازه نه ورکول کېږي.

سعودي عربستان دغه راز له خلکو غوښتنه کړې، چې د کرونا وبا د خورېدو له کبله دې د حج او عمرې مراسم وځنډوي او دوی نه شي کولای، چې په خپل هېواد کې د کرونا د وېرې له کبله د ډېرو خلکو خدمت وکړای شي.