د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي چې په روان کال کې یې له ۱۹ میلیونه افغانانو سره د خوړو او روغتیا په برخه کې مرسته کړې.
یاد سازمان پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ۲۷ زرو کارکوونکو او زرګونه روغتیايي مرکزونو په مرسته یې د نړیوال بانک د جنوبي اسیا د څانګې سره په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم د ګډوډېدو مخنیوی کړی دی.
په ورته مهال بیا روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په تېره می میاشت کې یې د یو زر او ۱۸ روغتیايي مرکزونو له لارې یو نیم میلیون افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاد سازمان لیکلي، دا مرستې تر ډېره په لرې پرتو سیمو کې له امیندواره مېرمنو او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو سره شوې دي.