متقي: د افغانستان خاوره به د چین پر ضد نه کارول کیږي

متقي: د افغانستان خاوره به د چین پر ضد نه کارول کیږي


  • 2 کاله دمخه (26/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 866

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په رهبرۍ له چیني هيئت سره په دوحه کې ولیدل. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي په یاده لیدنه کې د ډيپلماټیکو او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا رامنځته کولو هوکړه وشوه. 

نوموړي زیاته کړې چې دواړو لورو هوکړه کړې چې ځینې صادراتي اقلام لکه طبي بوټي، جلغوزې، پسته او نورې وچې میوې چين ته صادرې شي. 

په ورته وخت کې وانګ یي وویل چې هېواد به یې هېڅکله د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. 

بل پلو متقي هم په یاده لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان له خاورې به د چې په ضد ګټه پورته نه شي.