رېنسانس(بیاویښتیا) څنګه پېښ شو؟

رېنسانس(بیاویښتیا) څنګه پېښ شو؟


  • 4 کاله دمخه (25/10/2020)
  • څېړنوال عبدالغفور لېوال
  • 2336

کشیش گیئورس د والنسي کلیسا ته ننوت. کلیسا له کشیشانو ډکه وه. دا ورځ دوی د تبرک لپاره راټول شوي ول. 

 کشیش ګیئورس د کلیسا جامې ایستلې وې او هېڅ داسې نه ښکارېده لکه پخوا چې کشیش و. 

یوه کشیش غلي بل ته په غوږ کې وویل: 

یاحضرت مسیح! سړی لکه چې پوره لیونی شو. دا څه موده مې د لیونتوب نښې په کې لېدې. 

ګیئورس ټولو کشیشانو ته خوله ورخلاصه کړه:

دویم فردیناند مړ شو. اورشیلوم ( بیت المقدس) عثمانيانو لاندې کړ. خدای لا شته، خو ستاسو خدايي پای ته ورسېده. 

خبر شئ، چې ستاسو د خدايي پای ته رسېدل، نه د بیت المقدس له پېښې سره تړاو لري او نه د پاچا له مړینې سره. 

ستاسو واک ځکه پای ته ورسېده، چې له تاسو څخه د خلکو کرکه په مورګو اوښتې ده. 

زر کاله کیږي، چې خلک د دین په نامه وژنئ، پېړۍ پېړۍ وشوې، چې د خدای احکام د خپلو ګټو او قدرت لپاره غلط تفسیروئ.

 له مسیح نه مو د رحمت او بښنې د استازي پرځای لوی قصاب او جلاد جوړ کړی دی. خلک وژنئ او بیا وایاست چې دا د خدای حکم دی. انسانان په اور کې سوزوئ او ځانونه د دوزخ واکداران ګڼئ. تاسو د خدای هغه خبره هېره کړې ده، چې ویلي و: 

مینه وکړئ! که چا په ښي مخ ووهلئ، چپ مخ هم ورواړوئ او که چا درنه کوټ ووېسته، کمیس هم وروبښئ...

تاسو له دین څخه د وینو بهولو قانون او له کلیسا څخه مسلخ جوړ کړ، ځکه نو هرڅه پای ته ورسېدل.  

دا یې وخت دی، چې مسیح بیا راشي او خلکو ته ووايي، چې جلاد نه دی. او هیچا ته یې د خلکو د وژلو نه دي ویلي. مسیح راځي او خلک ويښوي، پوهوي یې او ځان ورپېژني. 

بیت المقدس ځکه عثمانیانو لاندې کړ، چې ترتاسو متمدن دي، په مقدسه خاوره کې د مسلمانانو ترڅنګ عیسویانو او یهودانو ته هم د ژوند حق ورکوي او زغمي یې.  

دا د عثمانیانو زور نه دی، چې بیت المقدس یې لاندې کړ، بلکې دا له تاسو څخه د خلکو کرکه ده، د خلکو هغه نفرت چې زر کاله زېرمه شوی و او اوس لکه پټ آتشفشان رابرسېره شو، د خلکو د کرکې دوزخ خوله پرانیستلې ده، هغه اورونه چې تاسو لکونه انسانان په کې وسیزل اوس سره یوځای شوي دي او لنبې وهي. ژر به هم تاسو او هم دغه دنګې کلیساوې دروسیزي. 

فردیناند نور نه شته او د خلکو د کرکې اور بل شوی دی. ستاسو په وړاندې کرکه کوشنۍ نه، بلکې د پېړیو زېرمه شوې عقدې دي. تاسو په دې پوه شئ، چې انسانان غواړي ژوند وکړي او ان که مقدسات یې هم د ژوند کولو مخه ونیسي، نور به یې ونه زغمي. 

تر نن روسته زه ستاسو نه، بلکې د خلکو د ژوند ملګری یم. 

زه ګیئورس ستاسو له سلاخیو تښتم او د خپلو خلکو ترمنځ (ژوند) کوم. باور لرم، چې مسیح یو ځل بیا راځي او خلکو ته ځان ورپېژني. هغه به خلکو ته ووايي، چې: هیچا ته یې د چا د وژلو یا وژل کېدلو نه دي ویلي.