خامنه یي: پر اسرائیلو د ایران برید بشپړ مشروع برید ؤ

خامنه یي: پر اسرائیلو د ایران برید بشپړ مشروع برید ؤ


  • 1 مياشت دمخه (04/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 35

د ایران مذهبي مشر ایت الله سید علي خامنه یي پر اسرائیلو د ایران د وسلوالو ځواکونو برید یو بشپړ مشروع برید بللی دی. 

 

خامنه یي پر اسرائیلو خپل برید د ایران لخوا د اسرائیلو د کړنو پر وړاندې تر ټولو کم مجازات بللي دي. 

 

نوموړي زیاته کړې چې د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کې نه له بېړې کار اخلي او نه هم خپل ځواب ډېر ځنډوي. 

 

دده په وینا چې د اسرائیلو پر وړاندې دریځ به یې قاطع وي او ځواب به په وړ وخت کې ورکوي، لکه څنګه چې مخکې ورکړل شو.