ایران ۱۰ ورځو کې ۱۸زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږلي

ایران ۱۰ ورځو کې ۱۸زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږلي


  • 1 کال دمخه (14/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 717

د ایران حکومت په تېرو لسو ورځو کې شااوخوا ۱۸ زره افغان کډوال بېرته افغانستانه ته رالېږلي دي.  

مهر خبري اژانس د رضوي خراسان ولایت د پولیسو د مشر مجید شوکا له قول ویلي، دا افغانان د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته لېږدولي. 

په ورته مهال، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي ادعا کړې چې په ایران کې تر ۵ میلیونه ډېر افغانان مېشت دي.

په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د په زوره اېستلو لړۍ تېزه شوې.