منصور: د طالبانو هدف واک ترلاسه کول دي

منصور: د طالبانو هدف واک ترلاسه کول دي


  • 3 کاله دمخه (03/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1104

په داسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره یوازې دوه ورځې پاتې دي، د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي وایي چې د دویم پړاو خبرو کې د فکر خلاف بحث پر دیني او سیاسي مسایلو نه دی بلکې تر ډير بحث د واک پر ویش دی.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور وايي د لومړي پراو خبرو اترو له ارزونې وروسته روښانه شوه چې طالبان د واک غوښتونکي دي خو دوي د افغانستان له تیرو لاسته راوړنو د ژغورنې او افغان ولس د غوښتنې ملاتړ کوي.

نوموړی دغه راز وایي د افغان سولې په تړاو لا هم کورنۍ او بهرنۍ اجماع نه ده رامنځته شوې او یو شمیر سیمه ییز او ګاونډي هیوادونه په بیلابیلو کچو له طالبانو ملاتړ کوي چې ځینې یې په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتونکي دي، خو ځینې نور بیا دا چار د امریکا پروګرام بولي.

ټاکل شوې د سولې بین الافغاني خبرو اترو دویم پړاو د سه شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شي.