ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (12/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 456

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ تېره ورځ د بشري حقونو شورا په ۵۴مه ناسته کې ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې زیاتېدوونکي محدویتونه ظالمانه سیاست دی او باید لغوه شي. 

نوموړي له اسلامي امارت څخه د ښځو پر وړاندې د ټولو لګېدليو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز لګولی دی، هغه څه چې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوي دي. 

خو اسلامي امارت تل ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د شریعت په رڼا کې د ټولو وګړو برابر حقونه ورکوي.