ډېکر: د افغانانو په اړه د امریکا ژمنې په خپل ځای دي

ډېکر: د افغانانو په اړه د امریکا ژمنې په خپل ځای دي


  • 10 مياشتي دمخه (21/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 304

دافغانستان لپاره د امریکا سفیرې کرن ډیکر د افغانستان په اړه په دوحه کې له جوړې شوې غونډې هرکلی کړی او زیاتوي چې د افغانانو لپاره د امریکا ژمنتیا په خپل ځای ده.

ډیکر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له ملګرو ملتونو او قطر څخه په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړيوالو همکاریو په اړه چې د سفیرانو او افغانانو د خبرو اترو لپاره یې کوربه توب کړی ، مننه کوي.

نوموړې ویلي چې د افغانستان خلکو او مدنی ټولنې پر وړاندې د امریکا ژمنتیا قوي ده او دوی د افغانستان په هکله د افغانانو نظریاتو اوریدو ته سترګې په لار دي.

د افغانستان په تړاو د دوحې دوه  ورځني کنفرانس کې د ۲۸ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پلاوو او ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش د کنفرانس په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یاد کنفرانس ګټور وو او ګډونوالو پکې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.

نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان باید د ترهګرۍ مرکز نه شي،‌ د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه واخلي.