د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدو دجنګسالارانو څیره نوره هم بربنډه کړه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرملوال
  • 1223

په افغانستان کې په تیرو جګړو کې زموږ زیات شمیر بې ګناه هیوادوال په مختلیفو نومونه شهیدان شوي دي او په ډیر ظالمانه ډول له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي په دغو جګړو کله کله دقدرت پر سر په جګړه کې دملکي کسانو دمړو شمیر دومره زیات شوی چې قاتلان یې خاورو ته په سپارلو پسې هم نه دي رسیدلي یا یې ځان ته زحمت نه دی ورکړی چې پخپلو لاسونو وژل شوي بې ګناه خلک خپلو کورنیو ته وسپاري یا یې زموږ له سپیڅلو اسلامي احکامو سره سم خاورو ته وسپاري.
له داسې جګړو څخه یوه هم په ۱۳۷۱ کال کې دمختلیفو تنظیمونو ترمنځ پیل شوې کور ورانونکې جګړه وه چۍ زخمونه به یې کلونه کلونه پاتې وي  په دغه جګړه کې دبهرنیانو په اشاره مختلیفو تنظیمونو کابل په خپل منځ کې سره ویشلی و، هر ځای د مربوط تنظیم بیرغ رپیده او په هره کوڅه کې دیوه تنظیم درهبر یا هم قوماندان عکس ځړیده نو په کومه سیمه کې به چې کوم تنظیم واکمن و، هلته به دهماغه تنظیم دځنګله قانون هم چلیده دوی دکابل دښکلي ښار کوڅې او ناحیې ترخپل منځ ویشلې وې نورو تنظیمونو او آن قومونو ته هلته دورتلو اجازه هم نه وه که به خامخا دبلې سیمې یا بل قوم څوک هلته ورغلل بې پوښتنې به وژل کیدل ، وژل خو څه چې داسې ظلمونه به پرې کیدل چې تراوسه یې دنړۍ دجګړو تاریخونه بیلګې نه لرې په سرونو کې دمیخونو ټک وهل ، دمړي نڅا، داسیر په خوله کې د... کول له اسیرانو څخه ... پرې کول په کانتینرونوکې د ډیرو کسانو اچول او ترې لاندې داور بلول ، دخلکو ژوندي کبابول د موټر دټایرونو په منځ کې داسیر درول او اور ورته اچول او نور... هغه جزاګانې وې چې په تنظیمي جګړو کې رواج شوې.
دهمداسې بې ګناه اسیرانوډله ایز قبرونه له څو کلونو راهیسې دلته او هلته کشفیږي چې یوشمیر دروسانو دتیري او دهغوی دمزدور رژیم دوخت دي او یوشمیر یې هم دجهادي تنظیمونو ترمنځ دجګړې دوخت دي.
هغه بله ورځ همداسې یو ډله ایز قبر دکابل ښار په کارته سه سیمه کې پیدا شو. زما یو دوست د روغې جوړې په کمیسیون کې کار کوي هغه راته کیسه کوله چې په کارته سه کې دحضرت صاحب دروغې جوړې دکمیسیون ددفتر او دولسمشر کرزي دټاکنیز کمپاین ددفتر مخې ته په کوڅه کې لومړی څوتنه مړي پیدا شول چا رسنۍ پرې خبرې نه کړي هغوی یې بل ځای خاوروته وسپارل خو پر سبا یې دکارته سه په همدې کوڅه کې نور بې شمیره مړي پیدا شول چې نور یې پټول شوني نه و، او دا دردونکی خبر ټولو او هغو کسانو ته هم ورسیده چې دخپل ځیګر ټوټې یې دتنظیمونو په جګړو کې ژوندۍ زړندۍ ورکې شوې وې.
ما هم دغه خبر له اریانا ټلویزیون څخه واورید ددغه ټلویزیون دخبر په کانکلوژن کې ویل شوي و، چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دامړي دکومې دورې دي؟ زه ددغه ټلویزیون دخبر جوړونکو انصاف او یا بې خبري ته حیران شوم دومره په بې خبري یې دغه خبر خپور کړ لکه ددنیا له یوه بل کونج څخه چې خبرې کوي، او یا به په لوی لاس دغه موضوع پټوي په هرصورت خبریال دنده لري چې خبر په ښه ډول خلکو ته ورسوي او په اړه یې ښه څیړنه وکړي او که څوک یې پټوي نو ځان په یوه جنایت کې په لوی لاس ګډوي. البته ددغه خبر دپټولو لکه ددغه ډله ایز قبر دپټولو خبره بې ګټې او ناشونې ده ځکه هر څوک خبر دي چې له ۱۳۷۱ کاله وروسته په کابل او کارته سه کې څه تیریدل څوک هلته واکمن و او چا څوک نیول او بې پوښتنې وژل.           
اوس په نړۍ کې دمیلیونونو کلونو مخکې فوصیلونو څیړنه کیږي او دا څرګندیدای شي چې دا فوصیلونه دکومو کلونو دي . نو که هرڅوک ددې هڅه کوي چې دغه قربانیان پټ کړي او لکه دپخوا په څیر بیا یې یوه ډله پر بله ډله پړه ور واچوي مدبوحانه تلاش دی  او لکه څنګه چې دا دومره وخت په کابل ښار کې دغه ډله ایز قبرونه پټ ساتل شوي وو او دادی نن سبا راپیدا کیږي او دغه څیرې به خلکوو ته رسوا کیږي.
لازمه داده چې دبشري حقونو نړیوال سازمانونه او افغان حکومت باید دا مو ضوعات په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې خلکو ته ورپیژني، دغه راز افغان حکومت باید ددغو ډله ایزو قبرونو په اړه خلکو ته روښانه معلومات وړاندې کړي او عاملین که په هر رژیم او هر ګوند او تنظیم پورې اړه ولري باید په سزا ورسوي تر څو چې دا ډول کسان جزا ونه ویني په وطن کې به دوینو تویول همداسې جاري وي او هره ورځ به دنویو ډله ایزو قبرونو شاهدان یو.