پاکستان وایي، هند دافغانستان د سولې پروسه ګډوډوي.

پاکستان وایي، هند دافغانستان د سولې پروسه ګډوډوي.


  • 4 کاله دمخه (15/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1065

پاکستان پر هند د افغان سولې پروسې د ګډوډولو تور پورې کړی.

پاکستان وایي، هند د افغانستان د سولې پروسې د ګډوډولو هڅه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وایي، هند د افغان سولې لپاره ښه نیت نلري او په وینا یې هڅه کوي، چې د افغان سولې لپاره رامنځته شوي فرصتونه ضایع کړي. قریشي ویلي، پاکستان په افغانستان کې د یوې دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي، خو هند بیا هڅه کوي، ترڅو د افغان سولې پروسې په مخه کې خنډونه راپورته کړي. پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم دغه هیواد د افغان سولې پروسه کې د پاک نیت نه درلودو په وجه تورن کړی وو، خو د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر ددې تورونو په ځواب کې ویلي، هند د یو باثباته افغانستان پلوی دی.