د پروفیسر رحمت الله درد د وفا په نامه شعري ټولګې ته یو کتنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختیار تلاش
  • 2373

 مخامخ راته ولاړ دى رخصت غواړي

زما اوښکې پاکوي پخپله ژاړي
ستا د درد غزل به ولې رنګين نه وي
ستا د حسن ټول رنګونه په کې نغاړي
 
غزل زموږ په پښتو ادب کې نږدې اوسوه کلن تاريخ لري. د پښتو لومړنی لاسته راغلى غزل د اکبر زمينداوري دى، د اکبر زمينداوري د دېوان په لاسته راغلو پاڼو کې د پښتو دوه غزلې هم شته.
 
غزل  د شرقي شاعرۍ تر ټولو غوره منل شوى شعري فورم دى،چې د اکبر زمينداوري تر غزل دمخه په پښتو ادب کې موږ د غزل بېلګه نه لرو.که چېرې موږ په پښتو ادب کې د غزل تاريخ په اړه څه ليکو؛نو پيل به يې د اکبر زمينداوري له غزلو کوو،چې په اتمه هجري پېړۍ کې ويل شوي دي،چې دوه غزلې يې موږ ته په لاس رغلي دي،د شرقي شاعرۍ شعر پېژندونکي عقيده لري،چې زياتره شرقي ژبو د لومړنيو غزلو بيتونه کم وو او تر اوو بيتونو يې تجاوز نه کاوه،چې اوسمهال  شعر پېژندونکو يې جوله تر پنځلس بيتونو پورې غځولې ده.
 
د غزليزې شاعرۍ د پرمختګ او د غزل د بډاينې په برخه کې د لرې او برې  پښتونخوا ډېرى شاعرانو خپله شاعري د غزل په خوږو تلو کې تللې او خپله طبعه يې د غزل په برخه کې ازمويلې ده،چې په معاصر ادب کې يې ډېرې ښې بېلګې لرو،چې يو له هغو  شاعرانو څخه ارواښاد امير حمزه شينوارى و،چې د غزل د بابا لقب يې هم ګټلى دى، همدارنګه د حمزه بابا د وخت و زمان  بل ښه شاعر اوراښاد مصري خان خاطر افريدى و،چې  ده  هم په غزل کې ښه کار کړى  او غزل ته يې دومره رشد ورکړ،چې نن سبا  څوک د غزل نوم اخلي نو خامخا يې ذهن کې  د حمزه بابا او مصري خان افريدي د غزلو نومونې راګرځي.
په اوسنيو شاعرانو کې يې هم ښه مثالونه شته چې  د شعر په نړۍ کې  ډېر پراخه نوم لري  هغوى د شعر  په هر ډول فورم کې د خپلې شاعرۍ مراندې ځغلولي دي؛خو ډېر کار يې په غزل  کې کړى دى،چې د هغوى له جملې څخه د تکړه شاعر انو هر يوه  پيرمحمد کاروان،درويش درانى،رحمت شاه سائل،عمر دراز مروت اوسيد شاه سعود، نومونه اخيستلاى شو. 
هو رښتيا! لکه چې  خبره رانه بل خوا لاړه ،ما غوښتل چې د ښاغلي پروفيسر رحمت الله درد د پينځمې شعري ټولګې په اړه چې د ((وفا)) په نامه خپره شوې ده،مالومات درکړم،ښاغلي درد هم تر ډېره،غزل ليکلى دى،د هرې شعري ټولګې پيل يې په غزل شرع او په غزل پاى ته رسېدلى دى،دى په غزل مين دى له غزل سره د غزل په ژبه خبرې کوي،له غزل ځينې خوند اخلي،غزل  پالي او ان چې غزل يې د خپل ژوند د خوږو او ترخو مالګه ګڼلې ده؛نو راځئ چې د پروفيسر رحمت الله درد ددې نوې شعري ټولګې په اړه يو مالوامات تر لاسه کړو.
وفا
د ښاغلي پروفيسر رحمت الله درد د شعري ټولګو له جملو نه پينځمه شعري ټولګه ده، دغه شعري ټولګه، تر اوسه دوه ځل دچاپ په ګاڼه پسولل شوې ده،اودويم ځل لپاره د ٢٠١٠ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر د ١١١ مخونو په شاوخوا کې د کوزې پښتونخوا د تکړه عزلبول شاعر ښاغلي عمر دراز مروت له خوا په ښه کاغذ او ښکلي صحافت سره خپره شوې ده،د کمپوز چارې يې محمد يونس له خوا تر سره شوي او د کتاب د پروف کارونه پخپله شاعر کړي دي. 
ښاغلي درد دغه شعري ټولګه دغه کسانو ته ډالۍ کړې ده،چې کوزه پښتونخوا کې د ډالۍ پر ځاى د تړون کلمه هم استعمالوي
تړون:
)) د محسن ګل او باسط ګل په نوم،چې په ما ډېر ګران دي.
دا زما روښانه ستوري
لويه ذاته ماته لمر کړې
ټول جهان پرې منور کړې (( 
په پيل کې به دلته د تکړه شاعر او کتاب خپروونکي ښاغلي عمر دراز مروت د ((خپلې خبرې)) تر عنوان لاندې ليکل شوې ليکنې نه يو څو کرښې راوړو،چې هغه د (درد) صيب د شاعرۍ په اړه څه نظر لري؟
هغه ليکي:
((تاسو ته به معلومه وي،چې د پروفيسر رحمت الله درد صاحب ددې نه مخکې څلور کتابونه (غزل) (درد) (منتخب درد) (نون نه تر نون) چاپ شويدي او څو،څو ځله د هغو  کتابونه چاپ وشو،د درد صاحب دا پينځم کتاب (وفا) هم د تاسو په حضور کې وړاندې کوو،اميد دى چې څرنګه تاسو د درد صاحب مخکينيو کتابونو ته په درانه نظر کتلي دي، دې کتاب ته به هم په درانه نظر وګورئ. درد صاحب په خپلې ليکنې کې دا کتاب څلورم ګڼلى دى خو زه ورته څلورم نه شم ويلى،ولې چې منتخب درد کې هم ناچاپه شاعري وه،څه که د درد صاحب د ((غزل)) او ((درد)) نه هم انتخاب کړې وه،خو په هغه کې ناچاپه شاعري وه،ځکه زه ورته پينځم کتاب وايم(
ورپسې د کتاب شاعر ښاغلي درد ليکنه راغلې ده،هغه د خپلې دغې شعري ټولګې په اړه داسې څرګندونې لري:
((وفا همدغه مجموعه غالباً چې زما د شاعرۍ اخري مجموعه وګرځي-(غزل) (درد) (نونه تر نون) او وفا ډېره شاعري وشوه،د قهرمان قلندر مومند،ارواښاد ايوب صابر او ګران ناليدلي ملګري آياز  داود زي د مرګ نه پس ماته څه ليکل پکار نه وو،خو مشر قمر راهي،ګران ډاکټر اسرار،ښاغلي عبدالکريم بريالي او د رڼا ادبي جرګې لکي مروت د ادب دوست ملګرو د خاطرو مې قلم مات نه کړو،بل خوا  زما د شاعرۍ تږي قارئين کرام وو،چې زما  نوې مجموعې ته لېواله ناست وو او ما د دوى زړونه ساتلو نه سترګې نه شوې پټولاى. الله دې وکړي چې ((وفا)) د دوى په معيار پوره پرېوزي.
ښاغلى درد وايي چې له ما څخه ددغه کتاب ناچاپه بڼه يو چا پټه کړه،بيا مې يو څه وليکل ،يو څه مې د کورنۍ له غوړو سره وو او يو زيات شمېر شعرونه مې له باسط جان سره پيدا شول او هغه راټول کړل،چې زه ورنه مننه کوم او دغه کتاب ده ته ډالۍ کوم.
د ښاغلي درد په دغه شعري ټولګه کې  له څلورو بيتونو پيل ان تر اووبيتيزو غزلو پورې غزلې شاملې دي،په دغه ټولګه کې د سلو په شاوخوا شعرونه راغلي دي،د دې ټولګې هر شعر يو له بل نه ډېر ښکلى دى.
ښاغلى درد هغه شاعر دى، چې په خپل هر يو بيت كې يو انځور او تمثيل وړاندې كوي او خپله تجربه او مشاهده زموږ ترمخه ږدي. د درد  د شعرونو هر تورى او هره كليمه اوچت مانيز او انځوريز بار لري. همدغه كيفيت د دې سبب ګرځېدلى، چې د ده شعر د هر چا پام ځانته را اړوي.
 
لکه څرنګه چې د ښاغلي درد صيب د شعرونو سبک هم له نورو شاعرانو څخه جوت توپير لري،نو همداسې يې دکتابونو پښتۍ هم،د ښاغلي درد ټول کتابونه جيګري رنګ لري،چې دا هم د ښاغلي درد يو نوښت ګڼلى شو.
 
په املايي او ليکنښو کې يو څه نيمګړتياوې لري،خو دې ته هم دومره نغوته نه کوو،ځکه چې په پاکستاني ليکدود ليکل شوى دى،چې زموږ له ليکدود سره يو څه توپير لري.
د کتاب په پاى کې د عمر دراز مروت له خوا د خپرو شوو کتابونو يو ليست هم راوړل شوى .
د يادولو ده چې د پښتو ژبې تکړه شاعر ښاغلي عمر درازمروت تر دا مهاله د پښتو ژبې د بېلابېلو ليکوالانو هر ډول کتابونه په خپل شخصي لګښت د چاپ په ګاڼه سمبال کړي دي،چې د ښاغلی درد دا کتاب هم د ده په لګښت زموږ تر ګوتو رارسېږي.
د پښتو ژبې له تکړه ليکوال او شاعر ښاغلي پروفيسر رحمت الله درد نه يوه نړۍ مننه کوو،چې خپله مينه يې له خپلو مينه والو نه،نه ده سپمولې کور يې ودان او ژوند يې سوکاله.
 
 
دا هم د ښاغلي د درد  ددې شعري ټولګې (وفا) يو ښکلى غزل.
 
د پښتنو له چوک مجلس ورک دى قيصۍ ورکه ده
نه آدم خان شته نه ميرو شته درخانۍ ورکه دي
خدايزده چې بيا دشېخ بدين زرکان چړچکې وهي
هم د شوال له دنګو غرونو ښاپېرۍ ورکه ده
هغه دنيمې شپې سندرې د ټپيو ټپې
زمونږ د کلي له زلميو نه شپېلۍ ورکه ده
چې د ګودر په لار به جيګه غړۍ تله مازديګر
زمونږ د کلي له منظر هغه جينۍ ورکه ده
اوس مو دکلي په کوڅو کې بلاګانې ګرځي
له چانه کور ورک دى له چا د کور ګلۍ ورکه ده
لکه د زاڼو قطار داسې در په در شوو درده
له چانه زه ورک يم له مانه ګلمخۍ ورکه ده