افغان ځواکونو په ۶ ولایتونو کې ۱۲۶ طالبان وژلي

افغان ځواکونو په ۶ ولایتونو کې ۱۲۶ طالبان وژلي


  • 3 کاله دمخه (04/04/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1512

سمسور(یکشنبه د وري ۱۵) افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هوايي ځواک په ملاتړ د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۳۶ طالبان وژلي دي.

ملي دفاع وزارت په څو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په کندهار، ننګرهار، هرات، تخار،زابل او کونړ کې د ۱۰ ځانمرګو په ګډون ۱۳۶ طالبان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه په کندهار کې د ۷۵، کونړ کې د ۱۴، ننګرهار کې د ۶، زابل کې د ۱۴، تخار کې د ۶ او هرات کې بیا د۱۱ طالبانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د سرچینې په حواله په یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې د دوی له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر سیمو پیل شوي عملیات دوام لري او تر دا مهاله د یادې ډلې له شتون څخه ګڼ شمېر سیمې پاکې کړې دي.