بلنکین: داعش افغانستان کې د طالبانو ازلي دوښمن دی

بلنکین: داعش افغانستان کې د طالبانو ازلي دوښمن دی


  • 3 کاله دمخه (19/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1102

سمسور(جومه د لړم ۲۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د ناجریا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې داعش ډله اوس مهال افغانستان کې زیاته پیاوړې شوې او دوی افغانستان کې د طالبانو قسم خوړلی دوښمن دی.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې طالبان کمزوري دي او نشي کولای، چې د داعش مقاومت وکړي.

بلنکین یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم ویلي، چې طالبان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شتون لري او طالبان نه دي توانیدلي، چې د دوی مخه ونیسي.

بل طرف بیا طالب چارواکي داعش ډله کمزورې ګڼي او وایي، چې دوی به یې ډېر ژر د پرمختګ مخه ډب کړي.

سمسور نیوز