ملګري ملتونه: اوسنی حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي

ملګري ملتونه: اوسنی حکومت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي


  • 10 مياشتي دمخه (27/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 343

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د بیا مدغمېدو او نړیوالو مکلفیتونو ته باید ژمن پاتې شي.

په دغه ګډه خبرپاڼه کې چې د امنیت شورا یوولسو غړو هېوادونو استازو لاسلیک کړې راغلي په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په کلکه غندي، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کوي او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي.

په دې اعلامیه کې چې د دې شورا د مشرې کارولین رودریګوس لخوا ولوستل شوه په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټینګار شوی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې پرانیزي.

د امنیت شورا په دې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په انکشافي اقتصاد او سیاسي بهیرونو کې د ښځو ګډون د پرمختګ لپاره حیاتي بڼه لري چې له پامه غورځول یې ناوړه پایلې لرلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش ویلي وو چې په افغانستان کې سوله غواړي، داسې سوله چې افغانستان په بشپړ ډول له سیاسي او اقتصادي پلوه په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي.