سمسور نیوز (۷مرغومی۱۴۰۱) سیمه ییزو چارواکو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافی وایي، چاودنه نن سهار شااوخوا نهه بجې د مرکز تالقانو ښار په درېيمه ناحيه کې شوې ده.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي، چې ټول یې ملکي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پېښه قطغن کلینیک ته څېرمه د یوه مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
بل لورته بیا سيمه ييزې سرچينې په دې پېښه کې مرګ ژوبله تر دې هم زیاته ښيي.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې د برید هدف څوک وو او نه هم چا د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.