په پام کې ده، چې سبا ورځ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بهیر د کانګرس یوه کمېټه غونډه ترسره کړي.
د رسینو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه به د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې یوه کمېټه له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر او له هغه وروسته په دې هېواد کې د امریکا د ښکیلتیا په اړه خبرې وکړي.
د څارنې او اصلاحاتو د کمېټې په دې غونډه کې به چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم وربلل شوی، پر دې خبرې وشي چې د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له دې هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو وتل به د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته څه پایلې ولري.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د ځواکونو د ایستلو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ولسمشر جوبایډن بایډن پرېکړه یوه تاریخي پرېکړه ده، خو د دغو ځواکونه وتل د امریکا ملي امنیت، په اوږده مهال کې د افغان دولت ثبات او د سیمې ثبات ته خطرونه متوجه کړي.
په دغه غونده کې به همدغهراز له افغانستان سره د بیارغونې د دوام او دا چې د امریکا د مالي مرستو د بې ځایه لګېدو د مخنیوي څه ډول څارنه کېدای شي، په اړه هم خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد ویلي، د سولې نهمنلو پهصورت کې به طالبانمنزوي او بندیزونو سره مخشي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جرمني لهشپېګل مجلې سره مرکه کې ویلي، طالبان باید له جګړې او سولې یو وټاکي.
نوموړي همدارنګه ویلي، طالبانو تهیې دا پیغام رسولی کهسیاسي هوکړه و نهکړي، د جګړې له لارې نهشي بریالي کېدای او کهجګړه غوره کړي، له سختحالت سره به مخشي.
د هغه په خبره، د استانبولغونډه د دې ډلې لپارهیوه ازمېښت دی، چې وښيي چې د جګړېسیاسي حل غواړي کهنه.
د ویلو ده، چې ښاغلي خلیلزاد د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه کې هم دا وړاندوینه نا سمه او بدبېنانه بللې چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته بهطالبان افغان حکومتنسکور او کابلونیسي.