امریکا: د مېرمنو پر وړاندې د نوي حکومت تګلاره د بشري حقونو خلاف عمل دی

امریکا: د مېرمنو پر وړاندې د نوي حکومت تګلاره د بشري حقونو خلاف عمل دی


  • 2 کاله دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 733

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) امریکا د مېرمنو په اړه د اسلامي امارت پر تازه تګلاره نیوکه کړې ده او دا یې د بشري حقونو خلاف عمل بللی دی.  

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې یاد عمل به له نړیوالې ټولنې سره د نوي حکومت پر اړیکو منفي اغېز وکړي. 

هغه د ښځو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې نوی حکومت دې په خپلو کړیو ژمنو ودرېږي.

د ا.ا د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تېرې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی». 

د چارو یو شمېر کارپوهان وایي، اسلامي امارت دې لومړیتوبونه وپېژني او هغه څه دې نه‌ کوي، چې د دوی او د خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.