د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کندهار ته په خپل سفر کې ویلي چې سرپرست حکومت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راشړل کېدو بحران په ښه ډول مدیریت کړی.
نوموړي ویلي، په دې برخه کې یې ځانګړې کمېټې جوړې کړې، چې ټولو خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړې دي.
ملابرادر له ایران سره پر پوله هم د افغان کډوالو لپاره د اسانیتاوو برابرېدو په برخه کې ډاډ ورکړی.
هغه یو وار بیا په جبر د افغان کډوالو را اېستل یوه ظالمانه پرېکړه بللې ده.
که څه هم افغان حکومت څو ځله له پاکستاني لوري غوښتي چې له دې پرېکړې تېر شي، خو یاد حکومت پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.
له بل لوري تازه یونیسف ویلي چې دوی د بیرته را ستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو لپاره غوره خدمات وړاندې کوي او ټیمونه یې په سرحدي سیمو کې شتون لري.
ملا برادر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اوس وخت ډېری را اېستل شوي افغانان د سرپناه له نشت شکایت کوي او له حکومت غواړي چې دا ستونز یې ور حل کړي.