د یوې تنې درې سرونه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سدوزی پیوستون
  • 1024

۱سقاوي + ۲ سقاوي + ۳ سقاوي
د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې دا د هر چا حق دی چې یو څوک ځان اولسمشرۍ ته کاندید کړي او یا د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي . خو دا د چا حق ندی چې د خپلې شخصي ګټې لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې کړي.
په دې وختو کې په ځنو ډله ییزو رسانیو او خپرونو کې یو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د خوښې کاندید ته ترانې وایي او سیال لوري ته سپکې سپورې ... د ساري په توګه اسمعیل یون ؛د کاندیدانو مارکیټ؛ تر سرلیک لاندې د حامد کرزي په ملاتړ  د هغه په سیالانو تور لګولی چې ګنې د حامد کرزي شخصیت د هغوی په پرتله د ستاینې وړ دی.  ولې نوموړي لیکوال دا هېره کړې ده چې ؛هغه د محمد اجمل خبرې؛ د دویمې سقاوۍ لیکوال سقاویانو ته کمپاین کوي) لومړۍ سقاوي + دویمه سقاوي او د درېمې سقاوي سریزه ده . خو حقیقت دا ده چې یو شمېر کسان خپلې څېرې د ډالرو په هنداره کې ګوري او اوس چې د ټولټاکنو بهیر په ډېرې چټکۍ پر مخ ځي نو د ډالرو فرصت طلبه ؛کاغدي ګلان؛ زیار کاږي چې له دې کاروان نه وروسته پاتې نشي .
د هېواد نامتو لیکوال او شاعر الفت صاحب وايي :
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل ریاست ته رسېدلي دي
دا به د کوم افغان له یاده ووځي چې په پرون کې شوروي ځواکونو او په اوس کې امریکایي پوځونو زموږ ګڼ شمېر بې ګناه وګړي وژلي او وژني یې... دا به د کوم افغان له یاده ووځي چې د پښتنو پېغلو پلو لټولی کیږي او کورونو ته یې بې اجازې ننوځي... دا به د کوم افغان له یاده ووځي چې د ارزګان او هسکې مېنې په ورا باندې مرمۍ او بمونه وورول شول ان ناوې او شا په کې  هم ووژل شول. او دا رنګه په سلګونو پېښې چې  سلګونه افغانان ، ښځې او ماشومان پکې وژل شوي دي... د بېلګې په توګه د یادولو وړ دي. پوښتنه پیدا کیږي چې دا د چا په واکمنۍ کې او د چا په لمسونه تر سره کیږي ؟
ځواب:  (کرزی + شمالي  ټلواله)
دا چې اوس اسمعیل یون او زبیر شفیقي  له یوه ګرېوان  نه سرباسي  د حیرانتیا خبره ده... دا ځکه چې یو ښي اړخه افراطي (شفیقي صاحب) او بل کیڼ اړخه افراطي (یون صاحب)  ښایي دا ځنو ته ښکاره وي چې د اسمعیل یون پلار  محمدخان د تره کي د واکمنۍ په مهال زموږ په ولایت لوګر کې اولسوال وو او د مجاهدینو د تیري له کبله ووژل شو... دا چې ولې ووژل شو دا یوه بله پوښتنه ده.
خو د اوس پوښتنه دا ده چې آیا کرزی د دې جوګه ده چې وطن ته خدمت وکړي؟ دا چې افغانان پخپل هېواد کې کډوال دي او پخپله خاوره کې ورته د پردو په سترګه کتل کیږي... آیا کرزی صاحب او یا د ده په څېر نور کاندیدان به دا ډول ناوړه کړو ته د پای ټکی کیږدي؟؟؟ 

سدوزی پیوستون د کابل د حقوقو پوهنځي محصل