د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستاني جنرالان دې محاکمه شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستاني جنرالان دې محاکمه شي


  • 1 کال دمخه (08/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 517

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د "هاګ" نړیوالې محکمې مخې ته په لوڅو پښو لاریون کړی.

لاریون کوونکو ویلي، چې د پاکستان حکومت د دوی غړي له ګناه پرته نیسي او بیا یې زندان ته لېږي.

دوی، چې لس کلیو متره یې لوڅې پښې مزل کړی؛ له هاګ محکمې غوښتي، چې د پاکستان پر پوځ او جنرالانو بندیزونه ولګوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا څانګې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غورځنګ د ايټاليا، فرانسې، بلجيم او جرمني غړو د هالنډ په کوربتوب د پنجشنبې په ورځ دغه لاریون په لاره اچولی و.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې اعتراضیه لاریون کې ګڼ شمېر مېرمنو، نارینو او ماشومانو هم برخه اخیستې وه.