انګلستان په خپل کور کې له پاکستان ماتې وخوړه

انګلستان په خپل کور کې له پاکستان ماتې وخوړه


  • 3 کاله دمخه (17/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1554

په درې پنځوس اوریزو لوبو کې له ماتو وروسته پاکستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

یاده لوبه پرون د جولای په ۱۶ مه د انګلستان په کوربتوب ترسره شوه او لومړۍ توپ وهنه په کې پاکستانۍ لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۲ منډې جوړې کړې او د ۲۳۳ منډو هدف یې انګلستانۍ لوبډلې ته کېښود.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان ۶۳ او بابر اعظم ۸۵ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره ټام کرن دوه لوبغاړي وسوځول.

انګلستانۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۳۱ منډو یې ماتې ومنله.

انګلستان ټولې ۲۰۱ منډې جوړې کړې؛ خو د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی.

د انګلستان لپاره لایم لوینګ سټون سلیزه جوړه کړه او په ۴۳ توپونو یې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره شاداب خان او شاهین شاه افریدي درې درې لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهین شاه افریدي ته ورکول شوه، چې درې لوبغاړي یې سوځولي ول.