په هرات کې د فساد مسئلې ارزولو پرسر د ولسي جرګې غړو ترمنځ فزیکي شخړه رامنځ ته شوه.
په ولسي جرګه کې د هرات استازي ددې ولایت د تفتیش عالي ادارې لخوا څارنوالۍ ته د والي په ګډون د ۲۲ مسئولینو معرفي کېدل د حکومت له خوا د جینوا کنفرانس لپاره نمایشي اقدام یادوي او وایي، چې دغه مسئله دې په خپله ولسي جرګه وڅېړي.
خو د یادې موضوع څېړلو پر سر د ولسي جرګې د روغتیا او مرکزي تفتیش کمېسیون غړو ترمنځ فزیکي نښته رامنځ ته شوه.
د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمېسیون رئیس وايي د کرونا په برخه کې پراخ فساد شوی چې د ولسي جرګې ځینې غړي هم پکې ښکېل دي او فساد ته زمینه سازي کوي.