وسله والو غور کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل د کورنۍ درې نور غړي وژلي.

وسله والو غور کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل د کورنۍ درې نور غړي وژلي.


  • 3 کاله دمخه (26/02/2021)
  • خالد سهار
  • 925

تېره شپه وسله والو کسانو په غور ولایت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق پر کور برید ترسره کړی دی.

 

د بسم الله عادل ورور لالا ګل ویلي، برید کې د ده ورور، د کاکا زوی او یوه ښځه وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او درې تنه یې له ځان سره وړي دي.

 

د بسم الله عادل ایماق ورور، لالا ګل برید کوونکي طالبان بللي دي؛ خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دې برید په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

 

د غور ولایت چارواکي وایي، یاده پېښه د دوی تر څېړنې لاندې ده، چې وروسته به یې په اړه جزیات ورکړل شي.

 

بسم الله عادل ایماق په یاد ولایت کې د غور غږ راډیو مسؤول مدیر و، چې څه موده وړاندې غور کې د وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.