پوتین المان کې د امریکا لرې واټن وېشتونکو وسلو ته غبرګون ښودلی

پوتین المان کې د امریکا لرې واټن وېشتونکو وسلو ته غبرګون ښودلی


  • 5 مياشتي دمخه (28/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 204

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین پخپله یوه وینا کې ویلي، که امریکا المان کې لرې واټن وېشتونکې وسلې ځای پر ځای کړي، مسکو به خپلو غربي سرحدونو کې  ورته کړنه ترسره کړي.

نوموړي ویلي امریکا چې کوم لرې واټن وېشتونکي توغندي په المان کې ځای پر ځای کوي، کولای شي لسو دقیقو کې د روسیې خاورې ته داخل شي.

د المان صدراعظم اولاف شولټس د ناټو د مشرانو په غونډه کې له دې مخکې د ځینو پرمختللو توغندیو یادونه کړې وه چې، د لنډمهال لپاره به له امریکا یاد هېواد ته انتقال شي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګی ریابکوف ګواښ کړی وو چې، د امریکا د توغندیو په مقابل کې به خپل اټومي توغندي د تیارسۍ حالت کې وساتي.