د بغلان - پلخمري پر لویه لار د افغان ځواکونو ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د بغلان امنيه قوماندان محمد ویس صمیمي وایي ددغو عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وینا افغان ځواکونه پر یاده لویه لاره د ۵ امنیتي بیزونو جوړولو په حال کې وو چې وسله والو طالبانو ورباندې برید کړی او ددغې نښتې په پایله کې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چې د نښتې پر مهال د طالبانو څو کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي.