سیمه ییزې سرچینې وایي، په هرات کې نامعلومو کسانو له یوې نرسې او د هغې له ورور څخه سرونه پرې کړې دي.
سرچینې ویلي، پېښه تېره ورځ د هرات ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
د سرچینې په خبره، قرباني نجلۍ د هرات په حوزوي روغتون کې د نرسې په توګه کار کاوه.
تر اوسه د پېښې انګېزه معلومه نه ده.
بل لورته ځایي چارواکو هم لا په دې اړه خپل نظر نه دی شریک کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې مرموزې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.