پاکستان: افغانستان کې مو خپل دښمن په نښه کړی

پاکستان: افغانستان کې مو خپل دښمن په نښه کړی


  • 10 مياشتي دمخه (18/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 329

د پاکستان حکومت د افغانستان پر خاوره د برید په اړه ویلي، چې په دې بریدونو کې د حافظ ګل بهادر اړوند ډلې او د ټي ټي پي غړي په نښه شوي دي.  

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په نښه شوي کسان په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونو عاملین وو. 

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې ترهګرې ډلې تل د پاکستان پر ضد افغان خاوره کاروي چې دوی به یې وځپي. 

سرچینه وایي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه یې لومړیتوب دی او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا یې نه ده نقض کړې.  

افغان حکومت وایي، په خوست او پکتیکا ولایتونو پاکستاني جنګي الوتکو د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.   

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بریدونه غندلي او د افغانستان پر خاوره یې ښکاره تېری بللی دی.  

هغه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول بریدونه به بدې پایلې ولري، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په واک کې نه وي. 

بل لورته د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه کړي دي. 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د ټي ټي پي یو قومندان عبدالله شاه وژل شوی دی.

خو په خپله عبدالله شاه په یوه پیغام کې دا خبر رد کړی دی.

پر افغان خاوره د پاکستان د تېرې شپې بریدونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.