نن د افغانستان لویدیځ څو پر له پسې زورورو زلزلو ولړزاوه

نن د افغانستان لویدیځ څو پر له پسې زورورو زلزلو ولړزاوه


  • 1 کال دمخه (07/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 435

‏نن تر غرمې وړاندې څو پرله پسې زلزلو د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت او شااوخوا سیمې لړزولې دي.

د امریکا د زلزلې مرکز سنج اعلان کړی، چې لومړۍ زلزله ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقې شوې چې د دې زلزلې اندازه د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې وه. 

سرچینې زیاته کړې چې اته دقیقې وروسته د ۵.۵ درجې په اندازه بله زلزله هم شوې ده.

د دغو زلزلو مرکز د هرات زنده‌جان ولسوالۍ ښودل شوی دی.

تر یادو زلزلو وروسته دوې نورې زلزلې هم شوې چې په پایله کې یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ویل کېږي چې د یادو زلزلو له کبله ډېری کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي.

تر اوسه په دغو زلزلو کې د اوښتو تلفاتو کره جزییات نه دي ورکړل شوي خو په خواله رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې تر زلزلو وروسته یو شمېر کسان روغتون ته لېږدول کېږي.