امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادېدو دلایل په ډاګه کړل

امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادېدو دلایل په ډاګه کړل


  • 2 کاله دمخه (14/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 915

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د یادو پیسو کنګل ساتل دوام ولري. 

نوموړې وایي، دغه پیسو ته د طالبانو نه لاسرسي لپاره پوره تدابیر نیولای شوي.

د ساکي په وینا داسې ډېر عوامل شته چې له مخې یې دوی د مرکزي بانک شتمني نه شي خوشې کولای. 

نوموړې زیاته کړې، چې د سپټمبر د یوولسمې له مسئلې را نیولې، بیا په تور لېست کې د طالب مشرانو او پر دغه ډله د شته بندیزونو تر موجودیت پورې ټول هغه څه دي چې له مخې يې امریکا د یادې شتمنۍ له ازادولو ډډه کوي.

امریکا بیا ډاډ ورکوي، چې دوی به له افغانانو سره له نورو ممکنه لار چارو مرستې ورسوي او هڅه کوي، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او هلته د بشري ناورین مخنیوی وکړي.